د عکسونو البوم: کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز برید

د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې تېره شپه وسله والو د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز ډله یيز برید کړی، چې په کې تراوسه تر ۶۰ ډېر کسان چې ډېری يې روزونکي پولیس دي، وژل شوي او تر ۱۲۰ ډېر نور ټپیان دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېره شپه وسله والو په کوټه کې د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز ډله یيز برید کړی چې تر ۶۰ ډېر کسان په کې وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکي وايي، دریو بریدکوونکو تېره شپه له ځايي وخت سره سم د شپې لس بجې پر دغه روزنیز مرکز برید وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټی وايي، برید د روزنیز مرکز د شا له لوري پیل شوی، چې هلته یوه ساتونکي تر ډېره پورې دغه بریدکوونکي بوخت ساتلي وو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکي وايي، تر برید سم لاسي وروسته د ملېشه ځواکونو او پولیسو اضافي سرتېري د پېښې ځای ته ورسېدل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پولیسو دغه روزنیز مرکز د کوټې په سریاب سیمه کې پروت دی، چې همدا سریاب سیمه له مودې راهیسې د کوټې په يوې تر ټولو ناامنه سیمو کې ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټپیان سیمه ییزو روغتونونو ته لېږدول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سیمه ییزو رسنیو ویلي، د برید پرمهال مرکز کې شاوخوا ۶۰۰ محصلین وو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په برید کې تر سلو ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ځینو ټپيانو روغتیايي وضعیت ناوړه ښودل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکي وايي ښايي د مرګژوبلې شمېره لوړه شي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویل کېږي چې لږ تر لږه څلور ساعت د وسله والو او امنيتي سرتېرو ترمنځ په مرکز کې دننه جګړه روانه وه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بي بي سي سره په خبرو کې یو چارواکي وویل عمليات د دریو بریدکوونکو په وژل کېدو پای ته رسېدلی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر غني د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا برید په سختو ټکو غندلی او ترهګري یې د سیمې او نړۍ د ټیکاو لپاره ګډ ګواښ بللی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستاني چارواکو