تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۱۹ کلنو نړيوال جام؛ فیصل شینوزاده سلیزه ووهله
د کرېکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام په نیمهپایلوبه کې فیصل شینوزاده د هند پر وړاندې سلیزه ووهله. ده په ۸۶ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې او وروسته په ۱۱۰ منډو وسوځېد. فیصل شینوزاده لومړی لوبغاړی شو چې د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو ډېرې منډې کوي. ده تر اوسه په ۴۱۴ منډو خبره ور اړولې ده چې دوه سلیزې او دوه پنځوسیزې پکې شاملې دي. دی اوس د دغو لوبو د نوملړ په سر کې ځای لري.
