
راحت فتح علي خان چې د نصرت فتح علي خان وراره دی په دې وروستیو کې د هندي سینما لپاره د سندرو ویلو په برخه کې ډېر ځلېدلی دی .
هندي چارواکو مشهور پاکستانی سندرغاړی راحت فتح علي خان خوشی کړ .
نوموړی د نوي ډيلي پر هوايي ډګر د هندي چارواکو له خوا په دې خاطر نیول شوی و چې ډېرې نغدي پیسې ورسره وې چې ده یې په اړه هندي چارواکو ته خبر نه و ورکړی.
په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال علیم مقوبل وايي:
۲۴ ساعته په توقیف کې له تېرولو وروسته د پاکستان مشهور سندرغاړی راحت فتح علي خان د هندي چارواکو له خوا خوشی کړای شو .
خو هندي چارواکي وايي نوموړی به د نورو تحقیقاتو لپاره په هند کې پاتې وي .
ګومان کېږي چې خلیج ته د تګ لپاره الوتکې ته له ختلو د مخه له راحت فتح علي خان سره له ۱۰۰ زرو زیات نغد ډالر نیول شوي وو .
نوموړي دغه پیسې هندي چارواکو ته نه وې ښودلې .
په پاکستان کې د راحت فتح علي خان د نیول کېدو خبره په چټکۍ سره د خبرونو په سرلیکونو کې راغله او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په چټکۍ سره د نوموړي د خوشي کولو غوښتنه وکړه .
راحت فتح علي خان چې د نصرت فتح علي خان وراره دی په دې وروستیو کې د هندي سینما لپاره د سندرو ویلو په برخه کې ډېر ځلېدلی دی .
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي
BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .