تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د وينې سرو حجرو جوړول: بريتانيا کې يې ساينسپوهان لابراتوار کې ازمويي
بريتانيا کې ساينسپوهان د نړۍ لومړۍ داسې کلينيکي ازموينه کې برخه اخلي، چې د وينې سرې حجرې په کې لابراتوار کې جوړې شوې، او بيا د انسان بدن ته ورلېږدول شوې ده.
د جوړې شوې وينې حجرو ته د بسپنه ورکوونکو د حجرو له ريښو وده ورکړل شوې ده.
ساينسپوهان باور کوي د دغې جوړې شوې وينې حجرې ښايي د هغوی لپاره درملنه کې يو اوښتون وي، چې د وينې له بې نظمۍ او ګډوډۍ کړېږي، کله چې د بسپنې داسې پوره وينه نه شي موندل کېدی، چې د ناروغانو د وينې له بڼې سره سمون ولري.