پښتنه سندرغاړې حسن زري مو په یاد ده؟

د ویډیو تشریح، پښتنه سندرغاړې حسن زري مو په یاد ده؟

د پښتو ژبې خواږه غږ لرونکې سندرغاړې حسن زري ډېر کلونه د رادیو پر څپو او په ولسي محفلونو کې د موسیقۍ مینه والو تنده په خپل خواږه غږ ماتوله.

د نړۍ په ګڼو برخو کې پښتانه د حسن زري له غږ سره بلد وو او د هنر مینه وال یې وو، خو نوموړې دا دوه لسیزې هنر او سندرې پرېښې دي.

بي بي سي د حسن زري کور ته ورغله چې حال یې وپوښتي او دا مالومه کړي چې اوس په څه وضعیت کې ده.