BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ ټلويزوني خپرونه
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
حقیقت موندنه
کور پاڼه
ژوندۍ ټلويزوني خپرونه
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
حقیقت موندنه
اعلان
روسيه کې د باچاخان او عدم تشدد کنفرانس: عکسونه
۱۵ لړم ۱۳۹۷ - ۶ نومبر ۲۰۱۸
د روسیې ورنيژ پوهنتون کې ( د نومبر شپږمه) د باچا خان او عدم تشدد کنفرانس جوړ شوی و.
د عکس تشریح،
دغه علمي کنفرانس ته چې ''د باچا خان عدم تشدد فلسفه او د پښتنو نن سبا '' نوم ورکړل شوی و، د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان هم بلل شوی و.
د عکس تشریح،
غونډه د ورنيژ دولتي پوهنتون مشر په خپله وینا پرانیستله. غونډې ته وینا کې اسفندیار ولي خان وویل: "نېلسن منډېلا سره مې لیدنه کې هغه ته وویل، چې د باچا خان لمسي یم، نو ویې ویل، زندان کې مې د باچا خان فلسفه لوسته، هغه مې د مبارزې د لارې استاد دی. ما ورته وویل چې موږ پښتانه افغانان یو او د هغه د لارې پېروان. ''
د عکس تشریح،
ښاغلي اسفندیار وويل،'' باچاخان هېڅکله قیمتي جامې وا نه غوستې. ګران بیه خواړه یې و نه خوړل، غوښتل یې چې خلک وروزي او په دې لاره کې بریالی هم شو. ''
د عکس تشریح،
دغه کنفرانس داسې وخت په روسیه کې جوړېږي چې کوربه هېواد د افغانستان په موضوع کې پاکستان ته په نژدې کېدلو سره د نومبر پر نهمه نېټه د طالبانو له یوه ډله استازو سره 'مسکو فارمټ 'کنفرانس جوړوي.
د عکس تشریح،
په دې کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو کسانو کډون کړی و
د عکس تشریح،
کنفرانس کې د پوښتنو او ځوابونو برخه وه چې د ډېورند په هکله اوهمدارنګه له پاکستان څخه د محصلانو د راتګ او د تورخم د تړلو په هکله وو.
د عکس تشریح،
د با چا خان د عدم تشدد د فلسفې او د پښتانه د نن، سبا او راتلونکي ته د کتنې نړۍ وال کنفرانس
اعلان
ورته مطالب
د باچاخان له مړينې ۳۰ کاله وروسته د عدم تشدد نظريه څومره عامه پاتې ده؟
۲۳ سلواغه ۱۳۹۶ - ۱۲ فبروري ۲۰۱۸
۱۲ اګست د بابړې سانحه
۲۰ زمری ۱۳۹۷ - ۱۱ اګست ۲۰۱۸
د باچاخان د لارې "عدم تشدد" ښوونځي
۲۳ کب ۱۳۹۵ - ۱۳ مارچ ۲۰۱۷
باچاخان پوهنتون: حکومت پر خپلو ژمنو ونه درېد
۲ سلواغه ۱۳۹۵ - ۲۱ جنوري ۲۰۱۷