ظاهر قدير د داعش پر وړاندې جګړه ولسي پاڅون بولي
د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستيال حاجي ظاهر قدير ننګرهار کې له داعش سره تړليو کسانو سر پرېکول د ولسي پاڅون کار بللى دى.
مخکې بيا خبره دا کېده چې دغه کار د ظاهر قدير کسانو کړى و.
تېره اوونۍ په ننګرهار کې د سر پرې کړو کسانو د عکسونو له خپرېدو وروسته افغان حکومت د پلټنې امر کړى و.
ښاغلي قدير له سيد عبدالله نظامي سره په خبرو کې د سر پرېکولو د عمل سپيناوى کړی.