ښځې او لوبې
د افغانستان له ټول ټال لسو زرو سپورتي لوبغاړو ۵۰۰ ښځې د ورزش په ۲۳ بېلابېلو برخو کې بوختې دي.
د افغانستان د ټول ټال ورزش کارانو شمېر، چې په نارسمي ډول ورزش کوي، نژدې ۳ زره اټکل شوی دی.
افغان ښځې تر اوسه په تکواندو، کاراته، ووشو، جودو، فوټبال، والیبال، باسکټبال او سوکوهنې کې مډالونه ترلاسه کړي دي.
د یونان اولمپیک ۲۰۰۴ سیالیو کې، روبینا جلالي د منډو په سیالیو، فهیمې رضايي د جودو په برخه کې له افغانستانه ګډون درلود.
د بېجینګ اولمپیک ۲۰۰۸ سیالیو کې، روبینا جلالي د منډې په سیالۍ کې ګډون کړی و.
د لندن اولمپیک ۲۰۱۲ سیالیو کې، تهمینې کوهستاني د منډو په سیالۍ کې برخه اخیستې وه.
اقتصاد
په افغانستان کې یوازې د ۴ لویو فابریکو څښتنې ښځې دي. په دغه هېواد کې نژدې ۱۲۰۰ فابریکې دي. هغه ښځې چې څښتنې یې ښځې دي، تر ډېره د فرنیچر د تولید، پاکولو توکو، غالیو او کریټ جوړونې په برخو کې فعالیت کوي.
د افغانستان د صنعت برخې د ټول ټال کارکوونکو له ډلې یوازې لس سلنه یې ښځې دي. د افغانستان د صنعت په برخه کې ۲۰۰ زره کسان په کار بوخت دی.
په افغانستان کې د ښځينه پانګونې کچه نژدې ۱۳۰ میلیون ډالر ده. دا د افغانستان د ټول ټال پانګونې یوازې ا ۱.۵ سلنه جوړوي.
د افغانستان په سوداګریزه برخه کې نژدې ۱۵ زره ښځې بوختې دي.
په افغانستان کې نژدې زر شرکتونه د ښځو له خوا اداره کېږي. په افغانستان کې نژدې ۳۸ زره شرکتونه راجستر شوي دي.
تر ټولو لویه پانګونه د یوې ښځې له خوا ۲۵ میلیون ډالر ده، چې د مالي خدمتونو په برخه کې کار کوي.
تر ډېره ښځې د اقتصادي برخې د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې فعالیت کوي، خو څښتن یې تر ډېره نارینه دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هېواد ۷۵ ښځې په کار بوختې دي.
دا چې تر ډېره د افغانستان ښځې په کرنه کې بوختې دي، خو تر ډېره ددغه کار محصول او ګټه پر نارینه وو پورې اړه لري.
روغتیا
په افغانستان کې د متخصصو ډاکټرانو شمېر ۲۱۱۹ ته رسېږي، چې ۶۳۳ یې ښځې دي.
ښځینه ډاکټرانې تر ډېره په ښځينه برخو- د زیږون برخو کې تخصص لري.
په افغانستان کې د عمومي ټول ټال ډاکټرانو شمېر نژدې ۶ زرو ته رسیږي، چې زر کسان یې ښځینه دي.
په افغانستان کې ۱۰۱۸ ښځینه نرس کارکوونکي دي.
په افغانستان کې د نرسانو ټول ټال شمېر نژدې ۶۸۰۰ ته رسېږي.
دا مهال په افغانستان کې د هرو دوو ساعتونو په اوږدو کې یوه مور د زیږون پرمهال مري.
افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي، چې د میندو مړینه په کې لوړه ده.
اوسمهال د افغانستان د وګړو ۶۰ سلنه یې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
سیاست
د افغانستان د کابینې د ۲۶ وزیرانو له ډلې درې ښځې دي.
د ولسي جرګې له ۲۴۹ څوکیو یې ۶۷ ښځو ته ځانګړې شوې دي.
د مشرانو جرګې له ټول ټال ۱۰۲ څوکیو یې ۲۷ ښځو ته ورکړل شوې.
د افغانستان د ولایتي شوراګانو له ۴۲۰ مجموعي څوکیو ۱۲۴ ښځو ګټلې دي.
افغانستان کې یوه ښځه والۍ، یوه ولسواله او یوه ښارواله ده.
د سولې د عالي شورا له ۶۸ غړو څخه یې اته غړي ښځینه دي.
افغانستان یوازې یوه ښځينه سفیره لري. په ناروې کې د افغانستان سفیره.
د افغانستان په ۵۱ ثبت شویو ګوندونو کې د هېڅ کوم یوه مشره ښځه نه شته.
پوځ
د افغانستان د ملکي او پوځي برخو نژدې زر کسان کارکوونکي ښځې دي.
په ملکي برخه کې خدماتي او تدارکاتي او پوځي برخه کې روغتیايي، کمانډو، د ولایتونو، پلازمېنې او هوايي ځواک قطعات شامل دي.
خو د افغان پوځ په لیکو کې ښځې جګړه ییز رول نه لري. په شپنیو عملیاتو او د کورونو د تلاشۍ او کسانو د لټون په برخه کې کار کوي.
سینما
په افغانستان کې د سینما په برخه کې یوازې په ۱۰۰ کې ۱۰ کارکوونکي ښځې دي.
د سینما او فلم جوړونې په برخه کې افغان ښځو نړیوالې او سیمه ییزې جایزې ګټلې دي. افغانستان کې د فلم جوړوونکو ښځو شمېر شلو کسانو ته رسېږي.
قضايي سیستم
د افغانستان په بېلابېلو محکمو کې ۱۸۶ ښځې کارکوي.
د افغانستان په څارنوالیو کې ۵۰۰ ښځې په کار بوختې دي، چې دا د افغانستان د څارنوالیو د ټول ټال کارکوونکو اووه سلنه جوړوي.
د ښځو د حقونو فعالین ټینګار کوي، چې ولسمشر باید د د سترې محکمې له ۹ غړیو څخه یوه یې ښځه وټاکي. دوی په دې باور دي، چې د افغانستان په لوړو قضايي مراجعو کې د ښځو حضور مثبتي اغېز لرلی شي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو لامل ګرځي.
پولیس
د افغانستان د پولیسو په لیکو کې نژدې ۱۵۰۰ ښځې دي.
له دوی څخه یوازې ۲۲۶ پولیسې افسرانې دي.
۱۲۷۴ نورې بیا سرتېرې پولیسې دي.
د افغانستان د پولیسو ټول ټال شمېر ۱۵۰ کسه دی.
رسنۍ
په افغانستان کې له ټول ټال نژدې ۲۴۰۰کارکوونکو ۶ زره یې په رسنیو کې کار کوي
که څه هم د رسنیو له ډېرېدو سره، ګڼو ښځو په رسنیو کې کار کولو ته زړه ښه کړی، خو د خبریالانو د حقونو د دفاع ټولنې وايي چې په تېرو دوو کلونو کې رسنیو کې د ښځو ونډّ مخ په کمېدو وه.
تعلیم
په افغانستان کې اته میلیون وګړي نالوستي دي، چې شپېته په سلو کې یې ښځې دي.
په افغانستان کې ۷۰ زره ښوونکي دي. د ټول ټال ښوونکو شمېر په دغه هېواد کې ۲۰۰ زرو ته رسېږي.
په افغانستان کې له ۹.۵ میلیون زه کوونکو یې څلور میلیونه نجونې دي.
ویل کېږي، چې د افغانستان له ۴۵۰ ولسوالیو څخه په ۲۳۳ ولسوالیو کې، یوه ښځینه ښوونکې هم شته.
د افغانستان په ۱۵۹ ولسوالیو او ناحیو کې له لسم ټولګي پورته د نجونو هېڅ ښوونځی/مدرسه نه شته.
دا مهال په افغانستان کې درې میلیونه کوچنیان له زده کړو بې برخې دي، چې لویه برخه یې نجونې جوړوي.
په افغانستان کې د ناامنیو له کبله ۴۷۰ ښوونځي تړل شوي، چې د ۳۰۰ زره ماشومانو د زده کړو مخه یې تړلې ده. په دوی کې هم ډېرې نجونې دي.
د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې ۵۰۰ ښځينه استادانې دي. په دغه هېواد کې ټول ټال نژدې ۳۵۰۰ استادان شته.
د افغانستان له ټول ټال سل زرو زده کوونکو نژدې ۲۰ زره یې نجونې دي.
په پکتیکا او اروزګان ولایتونو کې د نجونو هېڅ ښوونځی نه شته، او په لغمان، کونړ، غور، فراه، هلمند او پنجشیر ولایتونو کې له پنځوس سلنې کمې نجونې درس وايي.