د سولې جایزې ګټونکې ۱۴ کلنې ملالې باندې برید

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ښوونځي پر یوه ګاډي ډزې شوي، چې په کې د سولې جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ او یوه بله نجلۍ ټپیانې شوې.

دغه پېښه د سې شنبې په ورځ د سوات په مرکزي ښار مینګوره کې وشوه.

د برید پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې.