د هېلیري کلنټن ژوند

د امریکا د متحده ایالتونو د دیموکرات ګوند نومانده هېلیري کلنټن له لسیزو راهیسې د دغه هېواد سیاست کې ښکېله مېرمن ده. دې د امریکا د متحدو ایالتونو په بېلابېلو سیاسي مقامونو کې کار کړی- لومړۍ مېرمن، سناتوره، د بهرنیو چاور وزیره، او اوس د دویم ځل لپاره هڅه کوي د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان ورسوي چې د ډېرې مودې راهیسې ېې هیله درلوده. مېړه یې بېل کلنټن د دوو دورو لپاره د امریکا ولسمشري کړې. بېل او هېلیري کلنټن یوه لور لري چې چلسي نومېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اصلي نوم هېلیري ډایان راډهم د ۱۹۴۷ کال د اکټوبر پر ۲۶ شیکاګو کې زېږېدلې او ۱۹۷۳ کې د ییل د حقوقو پوهنځي نه فارغه شوې. کله چې محصله وه ټولنیز فعالیت یې کاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وروسته له دې چې بېل کلنټن ۱۹۷۸ کال کې د ارکانزاس ایالت والي شو هېلیري له سیاسي پلوه فعاله شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هېلیري ۱۹۷۵ کال کې بېل کلنټن سره واده وکړ. ۱۹۹۸ کې د سپینې ماڼۍ یوې کارکوونکې مونیکا لیوېنسکي سره د ښاغلي کلنټن د اړیکو له امله هم میرمن کلنټن ته د خبري رسنیو پام ور واوښت.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مېرمن کلنټن د خپل مېړه منتقدین وغندل. ۱۹۹۸ کال کې یوې مرکې کې هغې وویل د لیوېنسکي قضیه چې د ولسمشر د استیضاح سبب شوې وه "د ښي اړخو د یوې پراخې توطیې" څخه الهام اخیستی ؤ. انځورکې: بېل او هېلاري کلنټن یوې مېلمستیا کې د نڅا پر مهال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هېلیري ټاکنیز کمپاین روان ؤ چې لور یې چلسي د ځوی خاونده شوه او هېلیري خوښي څرګنده کړه چې یو ځل بیا انا شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بېل کلنټن ولسمشرۍ موده کې پاکستان ته د سفر پر مهال هېلاري د لاهور له عامو خلکو سره ولیدل. کله چې د بهرنیو چارو وزیره وه د کار څلور کلنې دورې په ترڅ کې، مېرمن کلنټن ۱۱۲ هیوادونو ته سفرونه وکړل چې دا د بهرنیو چارو د هر پخواني وزیر تر سفرونو ډېر دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هېلیري او بل کلنټن یوه لور لري، چلسي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هېلاري کلنټن ۲۰۰۳ کال کې پرعراق برید ته رایه ورکړه خو د جګړې له روېې ېې ځان لېرې وساته، او د امریکا د متحدو ایالتونو د عسکرو د اېستلو غوښتنه ېې وکړه. مېرمن کلنټن ۲۰۰۶ کال کې په آسانۍ سره د سناتورۍ څوکۍ بیا وګټله.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسامه وژنه: هغه مهال چې امریکايي ځواکونو پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژلو عملیات ترسره کول، هېلیري کلنټن د بهرنیو چارو وزیره وه او دغه انځور کې د عملیات بهیر څاري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هېلیري کلنټن د اسراییلو پخوانی ولسمشر شیمون پېرېس سره. نوموړې په منځني ختیځ کې د سولې لپاره څو ځله اسراییلو ته سفر کړی. هېلیري په امریکا کې یهودانو ته نژدې کاندیده ګڼل کېږي. امریکا کې یهودان په اقتصادي او سیاسي ډګر کې لویه ونډه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مېرمن کلنټن د امریکا د متحدو ایالتونو د لوړې ډیپلوماتې په توګه ېې د سفرونو د سخت جدول او په ډیپلوماسۍ کې یې د مخامخ شخصي خبرو اترو د روېې له امله نوم درلود. انځور کې: هېلاري کلنټن او د بریتانیا مخکینی لومړی وزیر ډېوېډ کامېرون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کمپاین پر مهال ضعف کېدو د هېلاري کلنټن روغتیا تر پوښتنو لاندې راوسته. همدا لامل شو چې دواړه نوماندان د خپلې روغتیا په اړه یو اندازه معلومات له خلکو سره شریک کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برېښنالیکونو پرسر ناندریو او د یوه قانوني نامعلوم حالت له امله د مېرمن کلنټن د لومړي پړاو او د ولسمشرۍ ټاکنیز کمپاینونه زیانمن شول، خو نظر پوښتنې ښيي چې هېلیري کلنټن بیا هم تر خپل جمهوریپال سیال ډونالډ ټرمپ ډېر پلویان لري.