تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

قطر وايي له موږ سره خیانت شوی

قطر د پنجشنبې په سهار وختي په سخته ژبه یوه بیان کې د نتنیاهو څرګندونې وغندلې چې هغه پکې د حماس د دفتر د شتون په اړه خبرې کړې وې او دغه څرګندونې یې "بې‌پروا" بللې. د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وویل: "زه داسې خبرې نه شم موندلی چې زموږ د غوسې کچه وښيي. دا د دولت ترهګري ده. موږ سره خیانت شوی."

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. اروپايي ټولنه: په دوحه د اسرائیلو برید د نړیوال قانون خلاف دی

    اروپایي ټولنه وايي په دوحه کې د اسراییلو برید "د نړیوال قانون او د قطر د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده" او په سیمه کې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو خطر زیاتوي.

    د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر کایا کلا د سې شنبې په ماښام یوه بیانیه کې وویل، بروکسل له خپل "ستراتېژيک ملګري" قطر سره خپل "بشپړ پیوستون" څرګندوي.

    په بیانیه کې ټینګار شوی: "په غزه کې د جګړې د هر ډول زیاتوالي مخه بايد ونيول شي، دا د هېچا په ګټه نه ده. موږ به په غزه کې د اوربند د ټینګولو لپاره د ټولو هڅو ملاتړ ته دوام ورکړو."

  2. اروپايي ټولنې پر قطر د اسرائیلو برید په کلکه وغانده

    اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې ويلي چې په دوحه کې د حماس پر مشرانو د اسرائیلو نننی هوايي برید د نړیوال قانون او د قطر له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده.

    اروپايي ټولنې د اسرائیلو د برید د پایلو او په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.

    ایمانوېل مکرون او کېیر سټارمر مخکې د اسرائیلو برید غندلی و.

    په برید کې د قطر د امنیتي ځواکونو په ګډون شپږ کسان وژل شوي.

  3. د قطر د بهرنیو چارو وزارت: امریکا له چاودنې وروسته خبر راکړ

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، دوحې د اسرائیلو د برید په اړه معلومات نه لرل.

    مجید انصاري پر​ اېکس یوه پوسټ کې لیکلي، "هغه مهال د امریکا د يوه چارواکي له خوا ورته معلومات ورکړل شول چې د چاودنې غږ واورېدل شو."

    سپینې ماڼۍ مخکې تائید کړې وه چې د امریکا حکومت د برید په اړه معلومات ترلاسه کړي وو او قطر ته یې خبر ورکړی و.

  4. سپینه ماڼۍ: د امریکا پوځ د اسرائيلو د برید په اړه ټرمپ او هغه قطریانو ته خبر ورکړی و

    د سپينې ماڼۍ وياندې کارولین لیوېټ په يوه خبري کنفرانس کې ويلي، "د اسرائيلو د بريد په اړه د امریکا د پوځ له لارې د ټرمپ حکومت تهخبر ورکړل شوی و او هغه په دې اړه قطریان خبر کړي وو."

    اسرائيلوپه یوه هوايي برید کې د قطر پلازمینه دوحه په نښه کړه. دا برید په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه غندل شوی دی.

    د بیان له مخې، "ډونلډ ټرمپ سملاسي د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکاف ته لارښوونه وکړه چې د قطر چارواکو سره اړیکه ونیسي او دوی ته د احتمالي برید په اړه چې ترسره شو خبر ورکړي."

    د امریکا په بيانيه کې ویل شوي چې "پر قطر بريد د اسرائیلو یا امریکا په ګټه نه دي."

    همدا ډول سپينې ماڼۍ يو ځل بيا ټينګار کړی چې "د حماس له منځه وړل چې د غزې د خلکو له کړاو يې ګټه پورته کړې يو ارزښتناک هدف دی."

    اوس سپینې ماڼۍ ويلي چې د اسرائيلو له بريد وروسته يې له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره خبرې کړې دي. امریکا وايي نتنياهو ولسمشر ټرمپ ته ويلي چې هغه "سوله غواړي".

    همدا ډول په بيانیه کې ويل شوي، امریکا "قطر ته ډاډ ورکړی چې دا ډول پېښه به بيا د قطر پر خاوره نه پېښېږي."

  5. وروستی, حماس وايي هېڅ يو لوړپوړی چارواکی یې د دوحې په برید کې نه دی وژل شوی

    حماس وايي د اسرائیلو بريد په دوحه کې د دوی کوم لوړپوړی چارواکی نه دی وژلی خو وايی د خليل الحيه د زوی په ګډون د دې ډلې پنځه غړي په کې وژل شوي دي.

    حماس په يوه اعلاميه کې ويلي، اسرائيلو د دوحې بريد کې غوښتل چې د دوی د مذاکراتي ټيم مشران په نښه کړي خو وايي په دې بريد کې نه دی بريالي شوي.

    حماس ټينګار کړی چې په دوحه کې د اسرائيلو بريد به په غزه کې د اوربند لپاره د دې ډلې غوښتنې بدلې نه کړي.

  6. وروستی, د بریتانیا لومړي وزير په قطر کې د حماس پر مشرانو د اسرائیلو برید وغانده

    د بریتانیا لومړي وزير کېیر سټارمر په قطر کې د حماس پر مشرانو د اسرائیلو برید غندلی دی.

    نوموړي پر ​​ټولنیزه شبکه اېکس يوه پوست کې ليکلی، بریدونه د قطر له حاکمیت سرغړونه ده او ښايي په سیمه کې تاوتریخوالی زیات کړي.

    ښاغلي سټارمر ټینګار کړی چې لومړیتوب باید سملاسي اوربند، د یرغمل شویو کسانو خوشي کول او غزې ته د مرستو پراخ زیاتوالی وي. او دا یې د تلپاتې سولې لپاره یوازینۍ لاره بللې ده.

  7. وروستی, په دوحه کې د حماس د مشرانو د اوسېدو پر ځای اسرائیلي برید کې د مړو شویو شمېر پنځه تنه اعلان شوی، چې د حماس د مذاکراتي ډلې د مشر خلیل الحیه زوی او د هغه د دفتر مشر هم دي. نور درې تنه د حماس د مشرانو ملګري وو.

  8. قطر کې د حماس پر مشرانو د اسرائیلو له برید وروسته زیانمنه شوې ودانۍ ښکاري

    بي‌بي‌سي وریفای له اسرائیلي برید وروسته د قطر پلازمېنه دوحه کې د چاودنې هغه ځای معلوم کړی دی، چې د حماس د لوړپوړو مشرانو پر وړاندې پکې ترسره شوی و.

    د سپوږمکۍ انځورونو او د ګوګل سټریټ ویو عکسونو په کارولو، موږ هغه ویډیو تصدیق کړې چې یوه سخته زیانمنه ودانۍ او لوګی پکې ښکاري. دا ودانۍ د ووقود تېلو پمپ ترڅنګ په وادي لجون سړک کې ده، دا ځای د دوحې مرکزي سیمو شمال ته پرته ده.

  9. عرب هېوادونو پر قطر د اسرائیلو برید غندلی دی

    د منځني ختیځ له هېوادونو غبرګونونه ښودل شوي، چې د اسرائیلو له خوا د حماس پر چارواکو په قطرۍ پلازمېنه دوحه کې شوی برید یې غندلی دی.

    اردن په "سختو ټکو" کې د اسرائیلو برید غندلی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دا برید "یو خطرناک او نه منل کېدونکی پاروونکی کړکیچ" بللی.

    کویټ د برید "سخته غندنه " کړې، او د قطرد غبرګون او اقداماتو "بشپړملاتړ" یې اعلان کړی.

    د متحده عربي اماراتو مرستیال صدراعظم عبدالله بن زاید هم دا برید په کلکه غندلی.

    د عمان سلطان، د بهرنیو چارو وزارت له لارې په یوه اعلامیه کې دا برید د قطر له"حاکمیت ښکاره سرغړونه" بللې.

  10. محمود عباس: پر دوحه د اسرئیلو برید د نړیوال قانون سرغړونه ده

    د فلسطین ولسمشر محمود عباس وايي چې پر دوحه د اسرائیلو برید له نړیوالو قوانینو یوه ښکاره سرغړونه اویو داسې کړکیچ دی چې د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي.

    پر ایکس (پخوانی ټویټر) کې د ښاغلي عباس په استازیتوب خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې هغه د دې کړکیچ د سم لاسي بندېدوغوښتونکی دی، او خبرداری ورکوي چې د دې دوام به نه یوازې په سیمه، بلکې په ټولې نړۍ اغېزې ولري.

  11. وروستی, دا لومړی ځل نه دی چې اسرائیل خلیج کې د ترور بریدونه کوي, فرانګ ګارډنر د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال

    د اسرائیلو د دې وروستي برید یو مخکینی مثال هم شته، که څه هم دا یو ډېر پټ او کوچني عملیات وو.

    په ۲۰۱۰ کال کې، د اسرائیلو استخباراتي ادارې موساد پټو اجنټانو په متحده عربي اماراتو کې د حماس یوه لوړپوړي چارواکي وواژه. د ټینس لوبغاړو په بڼه پټ، موساد اجنټان د دوبۍ هوټل ته ننوتل، وروسته د دوی د لفټ کارولو عکسونه خپاره شول چې محمود المبحوح یې وواژه، چې د حماس د عزالدین القسام لېوا بنسټ‌ ایښودونکی غړی و.

    تر دې مخکې، په ۱۹۹۷ کال کې موساد په اردن کې د حماس د بل مشر خالد المشعل د وژلو ناکامه هڅه کړې وه.

  12. وروستی, رویټرز ته د حماس دوه سرچینې: د اوربند مذاکراتي ډلې مسؤلین له بریده روغ وتلي

    د حماس دوو سرچینو رویټرز ته ویلي، د اوربند د مذاکراتو د ډلې مسؤلین له بریده روغ رمټ وتلي دي.

    اسرائیلي چارواکو رویټرز ته ویلي دغه هوایي برید د د حماس د سیاسي دفتر د مشر خلیل الحیه او د مذاکراتو د مشر په په ګډون د حماس د لوړپوړو مشرانو پر ضد شوی دی.

    همدارنګه رویټرز ته عیني کتونکو ویلي‌ د قطر دوحه کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي.

    په ښار کې د جتیفا د تېلو له پمپه لوګی پورته شوی.‌ د پمپ څنګه ته یو کوچنی استوګنځای دی چې د غزې د شخړې له پیل راهیسې د قطر امیري ساتونکو له خوا شپه او ورځ ساتل کېږي.

    له برید شاوخوا یو ساعت وروسته، د بېړنیو مرستو ګاډي او لږ تر لږه ۱۵ د پولیسو او د حکومت بې نښانه موټر د چاودنې شاوخوا سړکونو کې راټول شول.

  13. وروستی, کویت د اسرائیلو برید غندلی او له امنیت شورا یې "د پلان شوي تېري درولو" غوښتنه کړې

    د کویت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد د قطر پر وړاندې د اسرائیلو دا "ظالمانه برید" په سختو ټکو غندي.

    د کویت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې دغه اقدام د ټولو نړیوالو قوانینو او دودونو څرګنده سرغړونه، د سیمې د امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ او د نړیوال امنیت او سولې پر وړاندې مستقیما خنډ جوړول دي.

    کویت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د نړیوالې سولې او امن لپاره له خپل مسؤلیت ګټه واخلي او د سیمې پر هېوادونو د اسرائیلو د پلان شوي تېري درولو لپاره جدي او اغېزناک ګامونه واخلي.

    همداشان، کویت د قطر د دولت د هغو هڅو بشپړ ملاتړ کړی چې د خپل امنیت، ثبات او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره او د خپلو اتباعو او اوسېدونکو د خونديتوب د تضمین اقدامات وکړي.

  14. سپینې ماڼۍ تایید کړه چې د اسرائیلو له بریده خبر وو

    د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، د ټرمپ دولت پر دوحه د اسرائیلو له برید وړاندې "خبر" شوی و.

    له دغه برید وروسته له ډېرو سره د امریکا د مداخلې او دا چې له دغه بریده خبر وه که نه، له خلکو سره پوښتنې راپورته شوې.

    شاوخوا ۱۰ زره امریکايي سرتیري په قطر کې دېره دي. دې سره قطر په سیمه کې د امریکا یو مهم کوربه بللی کېږي.

    د خبریالانو د پوښتنو د ځواب لپاره تمه ده سپینې ماڼۍ کې تر یوه ساعت خبري غونډه وبلل شي.

  15. د بي‌بي‌سي د دوحې خبریال ته ځانګړي سرچینې وايي: د خلیل الحیه زوی همام الحیه او جهاد لبد په اسرائیلي برید کې وژل شوي

    د بي‌بي‌سي د دوحې خبریال ته ځانګړو سرچینو ویلي چې د اسرائیلو هوايي برید پایله کې د حماس د یوه قومندان زوی همام الحیه او د الحیه د دفتر مدیر جهاد لبد وژل شوي.‌

    په برید کې د دوی استوګنځای په نښه شوی.

    د نورو کسانو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی، خو تر اوسه د حماس د مشرتابه او د سیاسي دفتر د غړو، په ځانګړي ډول خلیل الحیه، برخلیک معلوم نه دی.

  16. انتونیو ګوتېرېش د اسرائیلو برید غندلی

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي،‌ قطر په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو په برخه کې خورا مثبت رول لوبولی او وايي‌"زه د قطر د حاکمیت او د دې هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې سرغړونه په کلکه غندم".

  17. د ایران د بهرنیو چارو وزارت: دغه برید خطرناک دی او د نړیوالو قوانینو سرغړونه ګڼل کېږي

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي قطر کې د حماس پر مشرنانو د اسرائیل برید "خطرناک" او "له نړیوالو قوانینو سرغړونه" وبلله.

    ښاغلي بقایي دغه اقدام "ډېر خطرناک او جنایتکارانه" بللی او ویې ویل: "دا له ټولو نړیوالو قوانینو او مقرراتو څرګنده سرغړونه ده، د قطر ملي حاکمیت او سرحدي بشپړتیا نقض او د فلسطیني مذاکراتو کوونکو پر وړاندې برید دی."

    هغه زیاته کړه: "موږ د پېښو دقیقې څېړنې په حال کې یو، خو په هر حال د نړیوالو حقوقو له نظره، له ټولو نړیوالو حقوقي قوانینو سرغړونه شوې ده".

    وړاندې، اسرائيلو په تهران کې د حماس پر اسماعیل هنیه برید کړی و.

  18. د قطر الجزیره خبري شبکې د حماس د یوه چارواکي له خولې ویلي: د حماس مشر پلاوی، چې برید پرې شوی د وژنې له هڅې ژغورل شوی دی.

  19. وروستی, امریکا له خپلو وګړو غوښتي چې خوندي ځایونو کې پاتې شي

    په قطر کې د امریکا سفر د اسرائیلو له برید وروسته خپلو ټولو وګړو ته خبرتیا خپره کړې چې خوندي ځایونو کې پاتې شي.

    قطر کې د حماس پر مشرانو د اسرائیلو له برید وروسته د امریکا سفارت امریکايي وګړو ته دغه خبرداری خپور کړی.