په ایران کې لاریونونه: پوتین د منځګړیتوب غږ کړی دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن (جمعه) د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره تلیفوني خبرې کړې. کرېملین ویلي چې ښاغلي پوتین د دواړو هېوادونو د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.‌ تر دې مخکې منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي ‌استازي سټیف ویټکاف ویلي و، هیله‌من دی چې له ایران سره مسایل د پوځي لارو پر ځای له دیپلوماتیکو لارو حل شي.‌

لنډیز

  • د ایران د وضعیت په تړاود ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه پیل شوې ده. دا غونډه د امریکا متحدو ایالتونو په غوښتنه کېږي.
  • ‌ترکیې پر ایران له پوځي برید سره مخالفت څرګند کړی دی او ویلي یې دي چې واشنګټن او تهران دې ستونزه سره حل کړي.
  • د امریکا د خزانې وزیر ادعا: ایراني چارواکي له هېواده د خپلو پېسو د ایستلو په حال کې دي
  • د ایران هوايي حریم تر دوه ساعته بندښت وروسته بېرته د الوتنو پرمخ پرانیستل شوی دی
  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران په اړه بېړنۍ غونډه کوي
  • عراقچي له فاکس نیوز سره مرکه کې: ترهګرو خلک وژل چې شمېر یې لوړ شي او ټرمپ مداخله وکړي
  • برېتانیا په ایران کې سفارت تړلی، ایټالیا او پولنډ له خپلو ایران‌مېشتو وګړو غوښتی چې له دغه هېواده ووځي
  • ټرمپ وايي، ده ته ویل شوي چې په ایران کې اعدام او وژنې درول شوي
  • لاوروف: روسیه به له ایران سره د خپلو هوکړو عملي کولو ته دوام ورکړي
  • هندي وګړو ته له ایرانه د وتلو امر شوی
  • د ایران د هوايي ځواک قومندان: له هر ډول تېري سره مقابلې ته چمتو یو
  • د ایران قضائیه قوه: په احتجاجونو کې ښکېل کسان دې په عام محضر کې محاکمه شي

ژوندی پوښښ

  1. دغه پاڼه نوره نه تازه کېږي. پر همدې موضوع د وروستیو خبرونو او رپوټونو لپاره د بي بي سي پښتو وېبپاڼې وروستي مطالب لوستلای شئ.

  2. وروستی, د ایران او اسراییل مشرانو سره د پوتین تلیفوني ‌خبرې: مسکو د منځګړیتوب وړاندیز کړی

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن (جمعه) د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره تلیفوني خبرې کړې.

    کرېملین ویلي چې ښاغلي پوتین د دواړو هېوادونو د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.‌

    د کرېملین ویاند دېمیتري پېسکوف خبریالانو ته ویلي، مسکو به "د ایران له ولسمشر سره د تلیفوني‌ خبرو پایلې ډېر ژر اعلان کړي."

    هغه زیاته کړې چې د روسیې ولسمشر "د ترینګلتیاو کمېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي."

  3. د پېژندل شوې امریکایۍ سندرغاړې مدونا لخوا ایران کې د لاریون کوونکو ملاتړ

    مدونا

    د عکس سرچینه، River Callaway/WWD via Getty Images

    پېژ‌ندل شوې امریکایۍ سندرغاړې مدونا په یوه ویډیو کې د ایران د خلکو د لاریونونو ملاتړ کړی دی.

    هغې دا ویډیو مراکش ته د سفر پر مهال خپره کړې او پر خپل اېنسټګرام یې لیکلي: "د ایران د ټولو خلکو په اړه فکر کوم چې ډېر اړین انقلاب لپاره پر مبارزې بوخت دي او د هغه څه لپاره چې دوی پرې باورمن دي، مرګ ته چمتو دي."

    مدونا هغو ازادیو ته په اشارې چې دوی یې په خپلو هېوادونو کې لري، زیاته کړې: "ایرانۍ ښځې دا ازادي نه لري. زه یې ترڅنګ درېږم. پېړۍ کېږي چې د ایران خلکو ازادي نه ده تجربه کړې. دا ادعا نه شم کولی چې د هغوی کړاو واقعآ درک کوم، خو د ایران خلک مې په یاد دي او دعا ورته کوم."

    دې پېژندل شوې سندرغاړې په پای کې لیکلي چې "زه د ایران ترڅنګ ولاړه یم. پرېږدئ چې غږ یې واورېدل شي.‌ ازاد ایران! "

  4. د سویډن پارلمان د ۱۲ استازو بیانیه: شاهزاده رضا پهلوي "سوله‌ییز لېږد" ته ژمن دی

    د سویډن پارلمان دولسو غړو د یوې ګډې بیانیې په خپرولو سره په ایران کې د سراسري احتجاجونونو ملاتړ کړی دی.

    دوی ویلي "ایرانیان په مېړانه د داسې دولت پر وړاندې ودرېدل، چې د سوله‌ییزو احتجاجونو ځپلو لپاره د خلکو له خپلسرې نیونې، ربړونې، اعدامونو، او څارنې کار اخلي."

    دوی په خپل بیان کې "د اعتراضونو ځپلو لپاره له تاوتریخوالي ډکې څپې" ته په اشارې سره زیاته کړې چې د ایران دولت "نه راګرځېدونکې نقطې" ته رسېدلی او دا چې دا "د ایران د خلکو او دولت ترمنځ د اوږد واټن" ښکارندويي کوي.

    د سویډن پارلمان دغو غړو د شاهزاده رضا پهلوي ملاتړ کړی او هغه یې د "یووالي" سمبول بللی دی.

    دوی ویلي ""د ښاغلي پهلوي محبوبیت د تېر اړوند نه، [بلکې دا] د اسلامي جمهوریت لخوا د ایران د تاریخ، کلتور او راتلونکې د استازولۍ ادعا رد دی."

    د سویډن د پارلمان دغو غړو پر دیموکراتیکو هېوادونو غږ کړی چې په مسوولانه ډول د ایراني احتجاج‌کوونکو ملاتړ وکړي او پر دولت یې فشار راوړي.

  5. وروستی, ویټکاف: هیله‌من یم ایران سره مسایل له دیپلوماتیکو لار حل شي

    ,Wit

    د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock

    منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي ‌استازي سټیف ویټکاف ویلي، هیله‌من دی چې له ایران سره مسایل له دیپلوماتیکو لارو حل شي.‌

    ښاغلي ویټکاف دا څرګندونې اسراييلي-امریکايي شورا ته د وینا پر مهال کړې.

    هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا لا هم د ایران پر وړاندې پوځي عملیاتو ته انتظار کېدای شي، وویل، "هیله‌من یوو چې له دیپلوماتیکو لارو پایلې ته ورسېږو."

    ویټکاف اټومي پروګرام، د یورانیمو بډاینه، توغندي او نیابتي ځواکونه داسې څلور مسایل وبلل چې لا له ایران سره حل شوي نه دي.‌

    د ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی وویل، دی هیله‌من دی چې دغه مسایل د خبرو اترو له لارې اوارې شي، ځکه د بدیلې لارې پایلې به د ده په وینا "ایران لپاره ډېرې ناوړه" وي.

    هغه همدا راز د "ایران خلک" خورا زړور وبلل او زیاته یې کړه چې متحد ایالتونه یې ترڅنګ ولاړ دي.‌

  6. سپينه ماڼۍ وايي، ایران د ۸۰۰ کسانو اعدام سزا درولې

    د سپینې ماڼۍ رسنیزې څانګې سکرتره وايي، ولسمشر ټرمپ وضعیت له نژدې څاري

    د عکس سرچینه، Graeme Sloan/Bloomberg via Getty

    د عکس تشریح، د سپینې ماڼۍ رسنیزې څانګې سکرتره وايي، ولسمشر ټرمپ وضعیت له نژدې څاري

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشرۍ دفتر ادعا کوي، چې ایران د نژدې ۸۰۰ کسانو اعدام سزا درولې ده. دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ رسنیزې څانګې سکرترې کارولین لیوېت کړې دي.

    نوموړې وايي: ''ولسمشر (ټرمپ) او ټیم یې ایراني رژیم ته یو پیغام ورکړی، چې که وژنې دوام وکړي، جدي پایلې به ولري.''

    هغې زیاته کړه، ''ولسمشر پر پنجشنبه معلومات ترلاسه کړل، چې د اعدام داسې ۸۰۰ سزاګانې ځنډول شوې، چې د جمعې ورځې لپاره په پام کې نیول شوې وې. ولسمشر او ټیم یې وضعیت له نژدې څاري او ټول اختیارات د ولسمشر پر وړاندې دي.''

    په ایران کې له تېرو څو ورځو راهیسې احتجاجونه شوي او داسې رپوټونه هم شته، چې ایراني چارواکو یو شمېر احتجاجیان اعدام کړي دي.

    مخکې ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې که ایران حکومت احتجاجیان اعدام کړي، امریکا به یې پر ضد ''سخت اقدام'' وکړي.

    تفصیل دلته په ځانګړي رپوټ کې لوستلای شئ.

  7. وروستی, سي‌این‌این: سعودي عرب، قطر، مصر او عمان د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره منځګړیتوب کړی

    د فارس خلیج هېوادونو یوه چارواکي د امریکا سي ‌این‌این خبري شبکې ته ویلي، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې څلورو عربي هېوادونو د پراخو دیپلوماتیکو سلا مشورو له لارې هڅه کړې، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ تاوتریخوالی کم کړي.

    د دغه چارواکي په وینا، قطر، عمان، سعودي عرب او مصر له متحده ایالاتو غوښتي، چې د ایران پر ضد له هر ډول بریده ډډه وکړي.

    یادو هېوادونو خبرداری ورکړی چې هر ډول پوځي اقدام کولی شي د امریکا او د ټولې سیمې لپاره جدي امنیتي او اقتصادي پایلې ولري.

  8. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران سفیر: امریکا باید شرم وکړي، وسله‌ والو ترهګرو مظاهرې وتروړلې

    د ایران استازې د امنیت شورا د ځانګړې غونډې په پای کې امریکا او اسرائیل د دې هیواد په ناارامولو تورن کړل.

    د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران دایمي استازي مرستیال حسین درزي د امریکايي استازي هغه تورونه چې د مظاهرینو ځپنې او وینې تویدنې په تړاو یې لګولي و، ''بې‌بنسټه'' وبلل.

    نوموړي په تونده لهجه وویل، که امریکا رښتیا د بې‌ ګناه خلکو د وژل کېدو په اړه اندېښمنه وي، نو باید په میناسوټا کې د پولیسو لخوا د یوې ښځې پر وژنه تمرکز وکړي.

    ښاغلي درزي وویل، د بې‌ګناه وګړو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي، چې په تېرو دوو اونیو کې په خپل هېواد کې قرباني شوي دي، هغه څه چې ده د امریکا او اسرائیل د توطئې په نوم یاد کړل او دغه راز یې د هغو پولیسو او امنیتي کارکوونکو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه، چې په مظاهرو کې وژل شوي دي.

    د ایران سفیر وینا کې تر ډېره تمرکز پر امریکا و، چې د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه یې کړې وه، او ادعا یې وکړه چې د مظاهرو او وینې توېدنې پېښو لامل د اسرائیل او امریکا لمسونونه وو.

    سفیر د ایران د نورو چارواکو په څېر وویل چې «ترهګرو د داعش په څېر» حکومتي ځواکونو ته مرګ‌ ژوبله اړولې ده.

    د ایران د استازي له وینا وروسته، د ایران احتجاجونو او د مظاهره کوونکوځپنې په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه پای ته ورسېده.

  9. د ایران په تړاود ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د روسیې د استازي وینا

    په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا د امنیت شورا په هغه ځانګړې غونډه کې چې د ایران د احتجاجونو موضوع ارزونې لپاره جوړه شوې وه، د احتجاج کوونکوپه ملاتړ د ډونلډ ټرمپ پر پیغامونو او د دولتي ودانیو د نیولو لپاره د هغه پر هڅونې نیوکه وکړه.

    هغه وویل، اوس په ایران کې د نسبي ارامۍ له رامنځته کېدو سره د دغه هېواد حکومت هڅه کوي د خلکو په مرسته ستونزې حل کړي.

    د روسیې استازي په ښکاره او څرګند ډول د ایران د حکومت دفاع وکړه او ویې ویل چې بهرنی پوځي برید نه شي کولای د روان بحران د حل لار رامنځته کړي.

  10. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د ایران د وضعیت په اړه د امریکا د استازي وینا

    د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه بېړنۍ غونډه چې د ایران د وضعیت په اړه د امریکا په غوښتنه رابلل شوې، د امریکا استازي مایک والټز پکې د ۱۳۵۷ کال له انقلاب وروسته د بشري حقونو د سرغړونو تاریخ او په ''ترهګریزو عملیاتو کې د ایران د حکومت د ښکېلتیا'' یادونه وکړه او په خبره یې د ایران اسلامي جمهوریت له څو لسیزو راهیسې په ځانګړي ډول د خپلو نیابتي ډلو له لارې منځنی ختیځ بې ‌ثباته کړی دی.

    هغه وویل چې د ایران حکومت اټومي او توغندیز پروګرام او د نیابتي ډلو ملاتړ ته تر هر څه لومړیتوب ورکړی، او اوس د ایران خلک له دې وضعیته سخت ستړي شوي دي.

    د امریکا استازي وویل، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ''د خبرو نه، بلکې د عمل سړی دی'' او دا چې ''د دې وژنو د مخنیوي لپاره ټول انتخابونه لا هم پر مېز پراته دي، او د ایران چارواکي په دې خبره ښه پوهېږي.''

  11. وروستی, د ایران د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو په بېړنۍ غونډه کې د عمومي منشي د مرستیالې وینا

    د ایران د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې مارتا اما اکیا پوبيپه وینا پیل شوه.

    هغې په خپلې وینا کې د تېرو دوو اونیو د پېښو لنډیز وړاندې کړ:

    ''لاریون کوونکو د حکومت نسکورېدو، کرامت او بشري حقونو د ترلاسه کولو غوښتنه کوله. ځینو احتجاج کوونکو د شاهي نظام په ملاتړ هم لاریونونه وکړل. دا لاریونونه سوله‌ییز وو.''

    هغې وروسته د تاوتریخوالي ځپنې او په ټول هېواد کې د انټرنېټ پرې کېدو یادونه وکړه او د نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه یې ژوره اندېښنه وښوده. د نوموړې په وینا د ځینو راپورونو له مخې شاوخوا ۱۸ زره کسان نیول شوي دي.

    د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې وغوښتل چې د دغو ځپنو له عاملینو سرهد نړیوالو قوانینو پر بنسټ احتساب وشي.

    هغې د ایران پر ضد د احتمالي پوځي اقدام په اړه څرګندونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا ډول لیدلوری وضعیت لا پسې ترینګلی کوي.

    د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې وویل، عمومي منشي په دې باور دی چې هم اعتراضونه او هم اټومي موضوع باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

  12. وروستی, د ایران په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه پيل شوه

    د ایران د وضعیت په تړاود ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه پیل شوې ده. دا غونډه د امریکا متحدو ایالتونو په غوښتنه کېږي.

    د ایران حکومت مخالفې خبریالې مسیح علي نژاد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وینا وکړه.

    هغې په خپلو خبرو کې د ایران د حکومت لخوا په امریکا کې د هغې د وژلو د هڅو یادونه وکړه او په وینا یې وجدان یې ځوروي، ځکه چې په خبره یې دا په امریکا کې په امن کې ده، خو په ایران کې احتجاجیان د حکومتي ځواکونو لخوا وژل کېږي. هغې د دې احتجاجونو او د مخکینیو احتجاجونود یو شمېر وژل شویو کسانو نومونو یادونه وکړه.

    یوه سیاسي فعال احمد باطبي هم د ایران په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې وینا وکړه، چې مخکې په ایران کې بندي شوی و.

    نوموړي هغو شکنجو ته اشاره وکړه چې په خبره یې په ایراني زندان کې ورکړل شوې وې او په وینا یې د ایران حکومت یو (اهریمني) یا شریر حکومت دی.

    ښاغلي باطبي وویل، د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو نیابتي ډلو له غړو د ایران په لارو، کوڅو کې د احتجاجونو د ځپلو لپاره کار اخلي.

  13. وروستی, امریکا پر ځینو ایراني چارواکو بندیزونه ولګول

    علي لاریجاني

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني

    د امريکا متحده ايالاتو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ايران د اعتراضونو په تړاو يې پر يو شمېر ايراني امنيتي چارواکو او بانکي شبکو اقتصادي بنديزونه لګولي دي.

    د امريکا د مالیې وزارت په خپره کړې اعلاميه کې ويل شوي چې دا بنديزونه په ځانګړي ډول د ملي امنيت د عالي شورا منشي علي لاريجاني او پر يو شمېر نورو چارواکو لګېدلي دي.

    د امريکا د مالیې وزير سکاټ بيسنټ وويل: "متحده ايالات د ازادۍ او عدالت د غوښتنې په برخه کې په ټينګه د ايراني ولس تر څنګ ولاړ دي."

  14. وروستی, د کاناډا د بهرنيو چارو وزير: يو کاناډايی وګړی په ايران کې وژل شوی

    کاناډا وايي، د دغه هېواد يو وګړی په ايران کې او "د ايران د حکومت تر ولکې لاندې" خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

    تر اوسه د ياد کس نوم نه دی اعلان شوی، خو د کاناډا د بهرنيو چارو وزيرې انيتا اناند، پر "اېکس" یوه پیغام کې دا خبر شريک کړی او ليکلي يې دي چې د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت کونسلۍ څانګه په کاناډا کې د دغه کس له کورنۍ سره په اړیکه کې ده.

    هغې د دې کس د مړينې د څرنګوالي په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو په خپل پوسټ کې يې زياته کړې ده: "د ايران د خلکو د سوله‌ييزو اعتراضونو په لړ کې، چې غوښتل يې غږ يې د رژيم د ځپنې او د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې واورېدل شي، رژيم په ښکاره ډول د انساني ژوند ارزښت له پامه غورځولی دی. دا تاوتريخوالی بايد ودرول شي. کاناډا دا تاوتريخوالی غندي او د ايران د رژيم له‌خوا د تاوتريخوالي د سملاسي پای غوښتنه کوي."

    داسې ښکاري چې دا د ايران د اعتراضونو په ترڅ کې د يو بهرني هېواد د وګړي د وژل کېدو لومړنۍ اعلان شوې پېښه وي.

    تر اوسه ايراني چارواکو د دې راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

  15. وروستی, راپورونه: سعودي، قطر او عمان د ټرمپ د قانع کولو هڅه وکړه چې پر ایران برید ونه کړي

    trump

    د عکس سرچینه، Getty Images

    فرانس پرېس خبري اژانس د يوه لوړپوړي سعودي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې سعودي عربستان، قطر او عمان پراخې هڅې وکړې چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايران پر ضد د پوځي بريد له پرېکړې راوګرځوي. د چارواکي په وينا، دا اندېښنه موجوده وه چې د ايران د اعتراضونو د ځپلو په تړاو هر ډول پوځي اقدام ښايي په سيمه کې "خطرناک غبرګونونه" راوپاروي.

    د همدغه چارواکي په وينا، "درې واړو خليجي هېوادونو په وروستيو شېبو کې سختې ديپلوماتيکې هڅې وکړې چې ولسمشر ټرمپ قانع کړي ايران ته د نېک نيت د څرګندولو فرصت ورکړي… او لا هم د اړيکو چينلونه پرانيستي دي، چې متقابل باور او اوسنۍ مثبته فضا پياوړې شي."

    د اژانس د راپور له مخې، سعودي چارواکي زياته کړې چې دا خليجي هڅې د دې لپاره دي چې "په سيمه کې وضعيت له کنټروله ونه وځي".

    هغه وويل: "موږ واشنګټن ته وويل،‌پر ايران هر ډول بريد به په سيمه کې د خطرناکو پايلو لړۍ پيل کړي… دا يوه بې‌خوبه شپه وه، چې هڅه مو کوله په سيمه کې نورې چاودېدونکې ستونزې شنډې کړو…"

    يو بل خليجي چارواکي هم وويل: "هغه پيغام چې ايران ته وسپارل شو دا و په خليج کې پر امريکايي بنسټونو هر ډول بريد به د سيمې د هېوادونو ترمنځ پر اړيکو جدي اغېزې ولري."

    په ورته وخت کې، د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ له خپل سعودي سيال فيصل بن فرحان سره په ټېليفوني اړيکه کې ټينګار کړی چې ايران به "د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې په کلکه د خپل ملي حاکميت دفاع وکړي". دا خبره د هغه د ټېليګرام په پاڼه کې په خپره شوې اعلاميه کې راغلې ده.

    عراقچي د همدې اړيکې پر مهال، د اعلاميې له مخې، د سيمې د هېوادونو په کورنيو چارو کې د بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې د "نړيوالې غندنې" پر اهميت هم ټينګار کړی دی.

    له بلې خوا، د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه لنډ بيان کې، چې د دغه هېواد رسمي خبري اژانس "واس" خپور کړی، ويلي دي چې دواړو وزيرانو په دې ټېليفوني خبرو کې "د سيمې وروستۍ پرمختياوې او د هغې د امن او ثبات د پياوړتيا لارې چارې" وڅېړلې.

    عراقچي له سعودي سیال سره

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د ارشیف عکس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي (ښي اړخ ته)، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود (کیڼ اړخ ته) سره
  16. وروستی, ځینو هوايي شرکتونو د ایران او عراق پر فضا له الوتنو ډډه کړې

    ایران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د نړيوالو الوتنو د څار وېبپاڼو د راپورونو له مخې، د اروپا يو شمېر هوايي شرکتونو لکه وېز اير، لوفت‌هانزا او بريټيش ايروېز د پنجشنبې په ورځ د عراق او ايران پر هوايي حريم الوتنې ونه کړې او پر ځای يې د افغانستان او د منځنۍ اسيا له فضا تېرېدونکې بديلې لارې وکارولې.

    ايران د چهارشنبې په شپه، په داسې حال کې چې د امريکا د احتمالي پوځي اقدام په اړه اندېښنې زياتې شوې وې، خپل هوايي حريم وتاړه او شاوخوا پنځه ساعته وروسته يې بېرته پرانيست.

    د "فلایټ۲۴" وېب‌سايټ د راپور له مخې، چې د الوتنو څارنه کوي، سره له دې چې د ايران هوايي حريم بېرته پرانيستل شوی، خو لا هم ډېر هوايي شرکتونه، د سينګاپور هوايي شرکت په ګډون، بديلې لارې کاروي.

    په تېرو دوو کلونو کې ګڼو لوېديځو هوايي شرکتونو په منځني ختيځ کې خپلې الوتنې بدلې کړې دي، چې له نارامه او جګړه‌يزو سيمو ځان وساتي.

    پرون (چهارشنبه) جرمني هم د نوې لارښوونې په صادرولو سره خپلو هوايي شرکتونو ته د ايران هوايي حريم ته د ننوتلو په اړه خبرداری ورکړ.

    د وېز اير هوايي شرکت يوه وياند د پنجشنبې په ورځ وويل: "موږ د عراق او ايران له هوايي حريمه ډډه کوو، له همدې امله ځينې لوېديځ ته روانې الوتنې چې له دوبۍ او ابوظبۍ پورته کېږي اړ دي په لارناکا (قبرس) يا تسالونيکي (يونان) کې د تم کېدو، تېلو اچولو او د الوتکې د عملې د بدلون لپاره کوزې شي."

  17. د ایران دفاع وزیر ادعا: امریکا او اسرائيلو "بد نیت ښکاره کړ"

    د ایران دفاع وزیر عزیز ناصرزاده پر امریکا او اسرائیل د نیوکه کړې چې ګواکې د دغه هېواد په چارو کې د "لاس‌وهنې نه کولو اصل یې مات" کړی دی.

    ښاغلي ناصرزاده په یوه تلویزوني خپرونه کې ویلي، "دا ځل امریکايي او اسرائيلي چارواکو خپل شيطاني نیت په هېڅ ډول پټ نه کړ او د ایران په چارو کې د لاس‌وهنې نه کولو اصل یې مات کړ."

    ښاغلي ناصرزاده دا ادعا هم وکړه چې امریکا، اسرائيل او ځينو متحدینو یې "د خبرو اترو مرکز" رامنځ‌ته کړ چې پر مټ یې د هغوی د "ادعا" له مخې، "بیلتون‌غوښتونکي او ترهګر [د دغه هېواد] راتلونکی وټاکي."

    د ایران حکومتي چارواکي ځينې احتجاجیان په "پردیو پورې تړلي" بولي او ادعا کوي چې ګواکې "د ټرمپ د خوشالولو هڅه کوي."

    د احتجاجیانو د وژلو څرنګوالی

    د ایران دفاع وزیر عزیز ناصرزاده په دغه هېواد کې د احتجاجیانو د مرګ‌ژوبلې د څرنګوالي په اړه هم ځینې جزیات شریک کړي‌ دي.

    ښاغلي ناصرزاده په دې اړه وویل چې تر ډېره وژل شوي کسان یا "په چاقو وهل شوي" او یا د "ساه بندېدو او نږدې ۶۰ سلنه یې پر سر د ګوزارونو خوړلو له امله مړه شوي دي."

    هغه زیاته کړه، "تر ۱۵۰ ډېر عامه خوراکي پلورنځي ویجاړ شوي خو لوټل شوي‌ نه دي."

    روانه اوونۍ د بشري حقونو ځینو بنسټونو بیا ویلي چې د ایران حکومت "زرګونه" مظاهره‌چیان وژلي دي. داسې ادعا چې بي‌بي‌سي یې په خپلواک ډول نه شي‌ تاییدولی. هلته انټرنېټي او مخابراتي شبکې محدودې دي او په سیمه کې خپلواکو رسنیو ته د خبرونو د چمتو کولو اجازه نه ورکول کېږي.

  18. وروستی, ترکیه: واشنګټن او تهران دې خپل‌منځي ستونزه سره حل کړي

    ترکیه

    د عکس سرچینه، EPA

    ایران ته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ګواښونو وروسته ‌ترکیې پر ایران له پوځي برید سره مخالفت څرګند کړی دی او ویلي یې دي چې واشنګټن او تهران دې ستونزه سره حل کړي.

    د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، "موږ د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو مخالف یوو. زموږ باور دا دی چې ایران باید خپلې اصلي ستونزې په خپله حل کړي."

    ښاغلي فیدان همداراز ویلي چې د ایران له اقتصادي وضعیته نارضایتۍ د اسلامي‌ جمهوریت پر وړاندې د "پاڅون" په توګه "ناسمې تعبیر شوې دي."

    دی وايي، "موږ په کلکه د خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتونکي یوو. هیله‌من یوو چې متحده ایالات او ایران به دا مسئله په خپل منځ کې سره حل کړي."

    د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې تر هغه وروسته کوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ځلې ایران ته ګواښ کړی چې که مظاهره‌چیان وژني نو د احتجاجیانو په ملاتړ به د ایران پر ضد پوځي اقدام وکړي.

    خو ښاغلي ټرمپ تېره شپه بیا دا خبره هم وکړه چې ورته ویل شوي، د ایران حکومت "د اعتراض کوونکو وژل بس کړي" او د احتجاجیانو د "اعدام" تکل نه لري.

    بلخوا د ځينو رپوټونو له مخې، ترکیې په دغه هېواد کې مېشتو ایرانیانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په استانبول کې لاریون وکړي.

    دا په داسې حال کې ده چې د ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پنجشنبه (مرغومی ۲۵/جنوري ۱۵) ماسپښین د ایران په اړه غونډه وکړي.

    د رپوټونو له مخې، دا بېړنۍ ناسته د امریکا متحده ایالتونو په غوښتنه ترسره کېږي.

    پرون د بخښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا "په ایران کې د نورو وژنو د مخنیوي" لپاره د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې وه.

  19. وروستی, د امریکا د خزانې وزیر ادعا: ایراني چارواکي له هېواده د خپلو پېسو د ایستلو په حال کې دي

    د امریکا د خزانې وزیر

    د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ له (نیوز مېکس) رسنۍ سره په تلویزوني مرکه کې ادعا کړې چې "د ایران حکومتي چارواکي له هېواده په پټه د خپلو پېسو د ایستلو په حال کې دي."

    د ښاغلي بیسنټ په وینا، "د اسلامي جمهوریت چارواکي له ایرانه خپله پانګه داسې اوباسي لکه یو موږک چې له ډوبېدونکې کښتۍ تښتي."

    د امریکا د خزانې وزیر دا ادعا هم کړې چې ایرانیو حکومتي چارواکو په دې وروستیو کې د خپلې پانګې لویه برخه او "په لنډ وخت کې لسګونه میلیونه ډالر له هېواده ایستلي دي."

    ښاغلي ‌بینسټ همداراز ویلي چې د امریکا حکومت دا "مالي جریانونه له نږدې څاري" او د "پانګې دا لېږد" د امریکا د مالي ادارو تر څار لاندې دی.

    تر اوسه د ایران حکومت دې ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی او نه هم بي‌بي‌سي د دغه امریکايي چارواکي دا ادعا په خپلواک ډول تاییدولی شي.

  20. وروستی, د ایران هوايي حریم بېرته د الوتنو پرمخ پرانیستل شوی دی

    بي‌بي‌سي فارسي ته رسېدلي معلومات ښيي چې د ایران هوايي حریم تر څو ساعته بندښت وروسته نن پنجشنبه (مرغومی ۲۵/جنوري۱۵) سهار بېرته د الوتنو پرمخ پرانیستل شوی دی.

    تېره شپه 'اوپن سورس اېنټل’ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي وو چې پرون چهارشنبه ماخوستن "ایران خپل اسمان [هوايي حریم] تړلی."

    د ایران ملکي هوايي چلند اداره: الوتنې روانې دي

    په همدې حال کې د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې هم ویلي چې فضايي حریم یې د الوتنو پرمخ خلاص دی.

    د دې ادارې په وینا، د ایران اسمان "د ټرانزیټي او تلونکو او راتلونکو الوتنو کوربه دی" او د دغه هېواد "هوايي ډګرونه د مسافرو په خدمت لګیا دي."

    خو د ایران د ملکي هوايي چلند سازمان له مسافرو غوښتي چې هوايي ډګرونو ته تر تګ مخکې دې د خپلو الوتنو له وضعیته ځان خبر وساتي.

    پروازونه

    د عکس سرچینه، UGC