پاکستان افغانستان سره لنډمهالی اوربند اعلان کړ

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ اعلان وکړ چې د راتلونکي کوچني اخترپه مناسبت، افغانستان سره لنډ مهالی اوربند کوي. هغه په یوه ویناپاڼه کې ویلي " د وروڼو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه، د پاکستان اسلامي جمهوریت حکومت پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړ بنسټونو پر وړاندې د روانو عملیاتو "غضب لِلحق" په لړ کې لنډمهاله وقفه وکړي". دغه پاکستاني چارواکي ویلي، اوربند به د ۲۰۲۶ کال د مارچ د ۱۸مې او ۱۹مې نېټې له نیمې شپې د مارچ د ۲۳مې او ۲۴مې نېټو تر نیمې شپې د پلي کېدا وړ وي.

لنډیز

  • د مسلمانو علماوو نړیواله ټولنه: پر روغتون برید او تېری اسلام کې لویه او هلاکوونکې ګناه ده
  • د ناروې د کډوالو شورا یو مشر: کابل کې د پاکستان د برید صحنه زړه بوږنوونکې وه او قربانیان پېژندل ګران دي
  • حامد کرزی: د پاکستان حکومت افغانستان کې د "ګډوډۍ" رامنځته کولو په لټه کې دی
  • رېچارډ بېنېټ په کابل کې پر روغتون د پاکستان برید د څېړنې او له عاملينو سره د حساب غوښتنه کړې
  • امید مرکز چېرې دی چې د ډېرو هیلې په کې ورژېدې؟
  • متقي: پاکستان داسې مهال کابل کې برید کړی، چې چین د دې مسئلې د حل لپاره صادقانه هڅې پیل کړې وې
  • اروپايي ټولنې د ملکيانو پر وژنه خواشیني ښودلې او د لوړې کچې زغم غوښتنه یې کړې
  • د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت: نژدې ۴۰۰ ناروغان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي، چې بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي
  • د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وايي، په فبرورۍ کې له هغه راهیسې، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی، د رپوټونو له مخې په افغانستان کې ''لږترلږه'' شپږو روغتیايي مرکزونو ته زیان اوښتی دی
  • د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، کابل کې تېره شپه د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د ''چاودنې'' پېښې په هکله باید ''په چټکۍ سره، په خپلواکه او شفافه توګه پلټنې وشي.''
  • په کابل کې د عدلي طب ادارې یوې سرچینې نن سې شنبه بي بي سي ته وویل، چې دوی ته ۹۸مړي وروړل شوي دي، چې په وینا یې ځینې یې کورنیو ته سپارل شوي، ځینې نور لا هم نه دي پېژندل شوي
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په کابل کې د روږدو کسانو درملنې پر مرکز د پاکستاني ځواکونو برید په هکله ''سخته خواشیني'' څرګنده کړې
  • راشد خان پر کابل د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او پر نړيوالو یې غږ کړی چې دا پېښه وڅېړي

ژوندی پوښښ

  1. دغه پاڼه نوره نه تازه کېږي

  2. وروستی, د طالبانو حکومت هم پاکستان سره لنډ مهاله ډز بندي اعلان کړه

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، "د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت او همداراز د منځګړو وروڼو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، د ترکيې جمهوريت او د قطر دولت په غوښتنه د رد الظلم دفاعي عملیاتو د لنډمهاله وقفې اعلان کوي".

    ښاغلي مجاهد ویلي " اسلامي امارت د افغانستان د ملي امنیت، حريم او د افغانانو د ژوند خونديتوب خپله ملي او شرعي وجيبه ګڼي او د ګواښ په صورت کي به هر تجاوز ته په میړانه ځواب ورکړي."

    له دې اعلان ساعت وړاندې د پاکستان حکومت هم وویل چې د لنډ وخت لپاره افغانستان کې خپل پوځي عملیات دروي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ویلي دا لنډ مهاله ځنډ د ترکیې، سعودي او قطر په غوښتنه شوی دی.

  3. وروستی, پاکستان افغانستان سره لنډمهالی ځنډ اعلان کړ

    تارړ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ اعلان وکړ چې د راتلونکي کوچني اخترپه مناسبت، افغانستان سره لنډ مهالی ځنډ راولي.

    هغه په یوه ویناپاڼه کې ویلي " د وروڼو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه، د پاکستان اسلامي جمهوریت حکومت پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړ بنسټونو پر وړاندې د روانو عملیاتو "غضب لِلحق" په لړ کې لنډمهاله وقفه وکړي". دغه پاکستاني چارواکي ویلي، اوربند به د ۲۰۲۶ کال د مارچ د ۱۸مې او ۱۹مې نېټې له نیمې شپې د مارچ د ۲۳مې او ۲۴مې نېټو تر نیمې شپې د پلي کېدا وړ وي.

    د طالبانو حکومت دې اعلان ته غبرګون کې څه نه دي ویلي. وړاندې ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل" پاکستان دې د سخت ځواب په تمه اوسي."

  4. وروستی, د افغانستان د عدلي طب ریاست: د پاکستان د برید قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم دي

    kabul

    د عکس سرچینه، Reuters

    د افغانستان د عدلي طب ریاست چارواکو بي‌بي‌سي ته ویلي چې د نشه‌يي توکو د درملنې له هغه مرکزه، چې د دوشنبې پر شپه د پاکستان په هوايي برید کې په نښه شو، له سلو تر دوه سوه پورې جسدونه دې ادارې ته لېږدول شوي دي.

    د دې ادارې مشر نجیب‌الله فاروقي وایي چې ځینې دا جسدونه تر دې حده سوځېدلي دي چې پېژندل یې امکان نه لري.

    هغه وویل چې جسدونه له پېژندنې پرته هېچا ته نه شي سپارل کېدای او د هغوی د برخلیک په اړه به د طالبانو حکومت پرېکړه وکړي.

    ښاغلي فاروقي دا هم تایید کړه چې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

  5. کابل کې د پاکستان برید کې د ځینو قربانیانو ډله‌ییزه جنازه او تدفین

    د ویډیو تشریح، کابل کې د پاکستان برید کې د ځینو قربانیانو ډله‌ییزه جنازه او تدفین

    نن چارشنبه (اکتوبر ۱۸مه/) د کابل په سرای شمالي پر یوه تپه د ځینو قربانیانو د ډله ییزه جنازه او د مړو خښویو مراسم ترسره شول. د چارواکو په وینا، هلته ځینې هغه کسان خښ کړل شول چې مړي یې د پېژندنې نه دي یا بشپړ سوځېدلي دي.

    د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي، نن یې د ۷۰ وژل شویو جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارلي دي. ځینې یې وړمه ورځ خپلو کورنیو ته سپارل شوي وو، خو لا هم ځینې مړي په روغتونونو کې دي.

    په دوی کې داسې کسان هم شته چې لا هم د خپلو عزیزانو پته ورته نه شته چې مړه شوي او که ژوندي دي. په دوی کې یو هم د لوګر ولایت سمیع الله دی چې وايي‌ د خپل تره په لټه کې دی،‌ خو تر اوسه یې د هغه هېڅ درک نه دی لګولی.

  6. وروستی, ذبیح‌الله مجاهد: پاکستان دې د ستر ځواب انتظار وباسي

    مجاهد

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بي‌بي‌سي ته ویلي چې هغوی [پاکستانیان] "زموږ د ستر ځواب انتظار وباسي".

    هغه وویل چې د طالبانو حکومت کابل کې د وروستي پاکستاني برید ځواب ورکولو کې بیړه نه کوي او د پوځي محرميت له امله جزئیات نه شي خپرولای، خو ځواب به حتمي وي.

    ښاغلي مجاهد کابل کې په نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید "لوی جرم" وباله او زیاته یې کړه چې د دې "پاکستاني جرم" په اړه د نړیوالو د خبرولو لپاره ټول امکانات کارول شوي دي.

    د هغه په وینا، افغانستان حق لري چې د پاکستان په برید غبرګون وښيي.

    ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان هغه ادعا "احمقانه" وبلله چې ګنې په دې ځای کې وسلې جوړېدې او بیا یې ټینګار وکړ چې پاکستان پر نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې مرکز په نښه کړی. هغه وویل چې د پاکستان هدف وېره خپرول دي.

  7. وروستی, 'ملکي وګړي د روانې شخړې بیه پرې کوي'

    د ویډیو تشریح، د ملګرو ملتونو ماموریت بیا د کړکېچ د کمولو او سملاسي اوربند غوښتنه وکړه او له ټولو اړخونو یې وغوښتل چې د نړیوال قانون په اډانه کې د ملکي وګړو د ساتنې د یقیني کولو لپاره خپل مکلفیتونه رعایت کړي.

    ملګري ملتونه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالي کې په ټول افغانستان کې ملکي وګړي د روانې شخړې بیه پرې کوي.

    ددغه سازمان مرستیال ویاند فرحان حق وايي، په افغانستان کې د دوی د سیاسي استازولۍ (یوناما) د اعلامیې له مخې، وړمه شپه کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستاني پوځ په برید کې ګڼ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

    فرحان حق وویل، ملګري ملتونه د کړکېچ کمولو لپاره له دواړو غاړو د سملاسي اوربند غوښتنه کوي چې د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي.

  8. وروستی, د مسلمانو علماوو نړیواله ټولنه: پر روغتون برید او تېری اسلام کې لویه او هلاکوونکې ګناه ده

    د مسلمانو علماوو نړیواله ټولنه

    د عکس سرچینه، iumsonline

    د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې (IUMS) په یوه خبرپاڼه کې د روږدو پر یوه روغتون هغه برید د اسلام له نظره ستره او تباکوونکې ګناه بللې ده چې سلګونه کسان پکې ووژل شول او ټپیان شول.

    په اعلامیه کې راغلي:‌ "د مسلمانو علماوو نړیواله ټولنه په ژوره اندېښنه هغه څه څاري چې د دوو وروڼو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پېښ شوي، چې پکې د مسلمانانو وینه توی شوې او ویجاړۍ رامنځته شوې ده. وروستۍ بېلګه یې هغه برید دی چې پر یوه طبي مرکز شوی او په پایله کې یې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي. دا کار د لویو او هلاکوونکو ګناهونو له ډلې ګڼل کېږي. تر دې هم ډېر دردناک دا دی چې دا پېښه د مبارکې روژې د وروستیو لسو ورځو په ترڅ کې شوې ده. همدارنګه دا د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده، ځکه دغه قوانین په هر حالت کې د روغتیايي مرکزونو ساتنه او د هغوی نه‌په‌نښه کول تضمینوي."

    د دغې ټولنې په اعلامیه کې وړاندې راغلي: "دا پېښه د یوه مسلمان هېواد له لوري، د روژې په مبارکو ورځو کې شوې، هغه میاشت چې پکې د انسان د وینې حرمت څو برابره کېږي او د انساني ژوند ارزښت ډېر لوړ ګڼل کېږي".

    د انسان وژنې د نارواتوب په اړه دغې ټولنې په خپله اعلامیه کې ځینې ایاتونه هم راوړي او ورپسې لیکي، د پاکستان دا ګام له ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده او د پاکستان له پوځي رژیم یې غوښتي چې دا ډول کړنې پای ته ورسوي او خپل ګاونډيتوب او انساني مسؤلیت ته پام وکړي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

    "نو دا تېری کوونکی عمل حرام دی، بلکې زموږ په سپېڅلي دین کې له تر ټولو سختو حرامو او هلاکوونکو ګناهونو څخه شمېرل کېږي. له همدې امله موږ د پاکستان له حکومت او پوځي مشرتابه غوښتنه کوو چې د دیني، اخلاقي او انساني مسئولیت او د ګاونډیتوب د حقونو له مخې له دې ډول کړنو لاس واخلي. همدارنګه غوښتنه کوو چې د دې جدي سرغړونو او د بې‌ګناه قربانیانو د مرګ‌ژوبلې د څېړلو لپاره یوه خپلواکه او شفافه کمېټه جوړه کړي".

    "له همدې امله موږ له دواړو مسلمان ګاونډیو هېوادونو غوښتنه کوو چې سملاسي جګړه ودروي، چې د وینو تویېدل ودرېږي او د ویجاړۍ مخه ونیول شي. همدارنګه د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې بېرته فعالې کړي. هغه ننګونې چې زموږ امت ورسره مخ دی، د دې غوښتنه کوي چې هېوادونه یو له بل سره تفاهم او همکاري وکړي".

    یاده ټولنه وايي د دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو د روانې شخړې کمولو کې د ونډې اخیستو او همکارۍ لپاره چمتو ده.‌

    "په همدې چوکاټ کې، دا ټولنه اعلان کوي چې مشرتابه او دارالانشاء یې چمتو دي د کړکېچ د کمولو لپاره فعاله ونډه واخلي او د شته لارو له لارې مداخله وکړي، چې د جدي خبرو اترو بهیر بریالی شي، تاوتریخوالی کم شي او ارامي رامنځته شي، تر دې چې عادلانه سوله‌ییزو حل‌لارو ته ورسېږي چې د انسانانو ژوند خوندي کړي او انساني کرامت وساتي".

  9. وروستی, د ناروې د کډوالو شورا یو مشر: کابل کې د پاکستان د برید صحنه زړه بوږنوونکې وه او قربانیان پېژندل ګران دي

    کابل

    د عکس سرچینه، EPA

    د ناروې د کډوالو شورا د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دې اونۍ په ترڅ کې د پاکستان له خوا کابل کې د نشه‌يي توکو د درملنې پر یوه مرکز شوي هوايي برید کې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي، چې دا د مرګ‌ژوبلې د لوړې کچې لومړنی خپلواک تأیید بلل کېږي.

    د پاکستان ځواکونو د دوشنبې په ورځ پر کابل او د ننګرهار ختیځ سرحدي ولایت بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې پوځي تأسیسات او "د ترهګرو د ملاتړ زیربناوې" یې په نښه کړي دي.

    خو په کابل کې د طالبانو چارواکو د سې‌شنبې په ورځ وویل، کابل کې د روږدو د د درملنې په یوه مرکز کې شاوخوا څلور سوه کسان وژل شوي او تر دوه سوه زیات نور ټپیان دي.

    د NRC د هېواد مشر جاکوپو کاریدي وویل چې د بریدونو له سملاسي وروسته د دوی ډلې په سیمه کې موجودې وې چې د ژغورنې په هڅو کې مرسته وکړي.

    هغه فرانس پرس خبري اژانس ته وویل: "د هغه څه له مخې چې موږ ولیدل او له نورو هغو کسانو سره مو خبرې وکړې چې د بېړني غبرګون برخه وو، موږ ویلی شو چې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي."

    په افغانستان کې د دقیقو شمېرو خپلواک تأیید ستونزمن دی، ځکه بریدونه ډېر وخت په داسې سیمو کې کېږي چې لاسرسی ورته سخت وي او د چارواکو معلومات هم یو له بل سره متضاد وي.

    کاریدي دا هم تأیید کړه چې په کابل کې یو طبي مرکز په نښه شوی او د هغه یوه ودانۍ "په بشپړه توګه سوځېدلې او له منځه تللې" ده.

    هغه زیاته کړه چې د ژغورنې ډلې د سې‌شنبې تر سهار پورې هڅه کوله چې مړي له کنډوالو وباسي او هغو برخو ته د رسېدو لارې ومومي چې دېوالونه یې نړېدلي وو.

    هغه دا صحنه "زړه بوږنوونکې" وبلله او ویې ویل چې د قربانیانو پېژندنه او د دقیق شمېر معلومول اسانه نه دي.

    هغه وویل: "په اروپا کې داسې سیستمونه شته چې خلک ان د بدن له پاتې شونو هم پېژندل کېدای شي."

    خو هغه زیاته کړه: "دلته زه نه پوهېږم چې دا ډول سیستمونه شته که نه، خو څه مې چې ولیدل، یوه ګوته په یو ځای کې وه، یوه پښه په بل ځای کې، یو لاس بل ځای کې و. دا واقعاً ډېر وحشتناک و."

  10. وروستی, حامد کرزی: د پاکستان حکومت افغانستان کې د "ګډوډۍ" رامنځته کولو په لټه کې دی

    حامد کرزی

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، حامد کرزی پاکستان ته: "مهرباني وکړئ هغه لارې چارې پرېږدئ چې په تېرو لسیزو کې یې نتیجه نه ده ورکړې، ځکه چې دا لارې به په راتلونکې کې هم ګټورې نه وي."

    د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، د پاکستان حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې د "ګډوډۍ او کمزورۍ" په رامنځته کولو دا هېواد "بې‌وسه" وساتي.

    ښاغلي کرزي چې له "سکای نیوز" شبکې سره یې مرکه کوله، پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه وغندل. هغه په کابل کې د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر یو مرکز وروستی برید د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې "یوه ډېره خواشینوونکې پېښه" وبلله.

    ښاغلي کرزي په همدې مرکه کې وویل: "د پاکستان حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی چې د افغانستان له هېڅ حکومت سره سمه همغږي رامنځته کړي."

    کرزي زیاته کړه چې پاکستان د شاهي نظام له دورې وروسته، بیا د جمهوریت پر مهال او ورپسې نورو حکومتونو کې، ان د ده د ولسمشرۍ پر وخت هم، د افغانستان پر وړاندې ښه چلن نه دی کړی. هغه وویل چې د خپلې دندې پر مهال یې شاوخوا شل ځله پاکستان ته سفر کړی و چې ښې اړیکې رامنځته شي.

    د هغه په وینا، د پاکستان اوسنی حکومت هم د کابل د کمزوري کولو لپاره هماغه پخوانۍ تګلارې تعقیبوي. هغه دا تګلاره "په بشپړه توګه ناسمه" وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې پاکستان به د افغانستان په اړه په خپلو سیاستونو کې بیاکتنه وکړي.

    هغه وویل: "مهرباني وکړئ هغه لارې چارې پرېږدئ چې په تېرو لسیزو کې یې نتیجه نه ده ورکړې، ځکه چې دا لارې به په راتلونکې کې هم ګټورې نه وي."

  11. رېچارډ بېنېټ په کابل کې پر روغتون د پاکستان برید د څېړنې او له عاملينو سره د حساب غوښتنه کړې

    رېچارډ بېنېټ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورټر ریچارډ بېنېټ وايي، کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان برید باید په روښانه ډول وڅېړل شي او له عاملينو سره یې دې حساب وشي.

    نوموړي پر اېکس پانه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې پوسټ په شريکولو سره ویلي، "د پاکستان له خوا هوایي بريد چې په کابل کې د نشه يي توکو د درملنې يو مرکز یې په نښه کړی، باید په بېړني، خپلواک او شفاف ډول وڅېړل شي او عاملين یې حساب ته راکاږل شي".

    ښاغلي بېنېټ همدا ډول قربانیانو او د هغوی کورنيو ته د تاوان ورکولو غوښتنه کړې ده.

  12. امید مرکز چېرې دی چې د ډېرو هیلې په کې ورژېدې؟

    د امید روغتون

    د مارچ په ۱۶مه نېټه پر کابل د پاکستاني ځواکونو له بمباریو سره پر خواله رسنیو بېلابېلې انګیرنې خپرېدلې چې برید چیرې شوی دی. له بریدونو ساعت وروسته، د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وویل " د پاکستاني ځواکونو د برید له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې د درملنې لاندې معتادین وو، وژل شوي او ټپیان شوي دي".

    زما ذهن ته سم له واره، د درملنې هغه مرکز راغی چې تېر کال مې ترې د بي بي سي لپاره رپوټ چمتو کړی و.

    د پلازمېنې کابل ختیځ لوري ته د کابل جلال اباد پر لویه لاره ګڼې ودانۍ خوا په خوا لیدل کېږي.

    دا ځای چې پوځي بارکونو ته ورته لوی هالونه لري پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د نیواک پرمهال د 'افسوتر' په نوم یو لوژیستکي مرکز او پر امریکا د ستمبر له بریدونو وروسته پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلافي ځواکونو د حملې په تعقیب دخپل مهم موقعیت له امله د 'فینکس' په نوم د ناټو ځواکونو یو مرکز جوړ کړ. له دې مرکزه به تر ډېره د پوځي روزنځي په توګه کار اخیستل کېده.

    ېلابېل وختونو کې دلته د درملنې لاندې کسانو شمېرو توپیر درلود. په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دوی د حکومت لخوا له بېلابېلو ځایونو په ځانګړې توګه له کابل ښار او ولسوالیو لوی شمېر معتادین ټول کړل شول.

    د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د طالبانو حکومت وویل "په لومړي ځل یې په کابل کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو لوی مرکز پل سوخته په بشپړه توګه د روږدو له شتونه خالي کړی او نور هیڅ روږدي به د پل سوخته په سیمه کې د نشو کارولو ته پرینږدي."

    پل سوخته په کابل ښار د روږدو کسانو یو داسې خوندي ځای بلل کېده چې نه یوازې په نشو روږدي په کې مېشت وو، د نشه يي توکو د کاروبار او پېروپلور سیمه هم وه. د طالبانو حکومت په پولیسي لاریو کې سلګونه کسان له پل سوخته د روږدو کسانو د درملنې مرکز ته یوړل. دغه مرکز چې د امید په نوم یادېږي د ډېرو روږدو ځوانانو لپاره عادي ژوند ته د ګرځېدو یو امید شو. ددې په خوا کې د ابن سینا روغتون دی چې هلته هم د کورنېو چارو وزارت په چوکاټ کې د معتادینو درملنه کېږي.

  13. اروپايي ټولنې د ملکيانو پر وژنه خواشیني ښودلې او د لوړې کچې زغم غوښتنه یې کړې

    اروپايي ټولنې په کابل کې د مخدره توکو د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز له برید وروسته چې د طالبانو حکومت په وینا سلګونه کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې د لوړې کچې زغم غوښتنه کړې ده.

    د اروپايي کمېسيون ویاند په بروکسل کې یوه خبري کنفرانس ته وويل، "موږ له دواړو خواو غواړو چې د لوړې کچې له زغم کار واخلي او د ملکي وګړو د زیان کمولو لپاره ګامونه پورته کړي".

    د دې تر څنګ اروپايي ټولنې هم د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې روان وضعيت بايد ژر تر ژره د مذاکراتو له لارې حل شي.

    په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې ملکي وګړي او روغتيايي تاسیسات د نړيوالو قوانینو او د جینوا کنوانسیونونو له مخې خوندي دي او هېڅ لوري ته یې په نښه کول د منلو وړ نه دي.

  14. وروستی, کابل کې د پاکستان برید: د خپلوانو موندلو په تمه خلک

    د ویډیو تشریح، کابل کې د پاکستان برید: د خپلوانو موندلو په تمه خلک

    کابل کې د درملنې پر مرکز د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته لا هم هلته له ویشتل شوې ودانۍ لوګي پورته کېږي او په کنډوالو کې یې ژغورندویه عملیات روان دي.

    د بي بي سي خبریال یما بارز هلته ورغلی او له ځینو عیني شاهدانو او هغو کسانو سره غږېدلی چې د کورنیو غړي یې په برید کې وژل شوي یا تري تم دي او دوی یې د موندلو په انتظار دي.

  15. وروستی, متقي: پاکستان داسې مهال کابل کې برید کړی، چې چین د دې مسئلې د حل لپاره صادقانه هڅې پیل کړې وې

    متقي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، په کابل کې د روږدو کسانو درملنې پر مرکز د تېرې شپې برید کې له ۴۰۸ ډېر کسان وژل شوي دي او له ۲۶۵ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

    په کابل کې د ځینو هېوادونو له سفیرانو سره د ښاغلي متقي له لیدنې وروسته د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د نوموړي په حواله ویلي، کېدای شي د مرګژوبلې دا شمېر زیات شي.

    ښاغلی متقي وايي: ''د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا داسې عمل په داسې وخت کې کړی دی، چې د مخکینیو نیک نیت لرونکو منځګړو هېوادونو ترڅنګ، د چین ولسي جمهوریت د دې مسئلې د حل لپاره صادقانه هڅې پیل کړې وې.''

    نوموړي د چین د هڅو ستاینه کړې او په خبره یې، ''مذاکرات یوازې هغه وخت شوني دي چې مقابل لوری دښمنانه اقدامات ودروي او د عمل له لارې د حل لپاره رښتینې ژمنتیا وښيي.''

    د یادونې ده، چې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي. خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم کابل کې د طلوع نیوز خصوصي تلویزون ته ویلي "اوس له اسلام ‌اباد سره د ديپلوماسۍ او خبرو وخت نه‌دی، بلکې اسلامي امارت به غچ اخلي.''

    په اعلامیه کې د ښاغلي متقي له قوله ویل شوي، ''داسې ښکاري چې دا د کومې پروژې برخه ده''. نوموړي دغه راز یې تور پورې کړ، چې ''د پاکستان پوځي دستګاه چې په حقیقت کې د پاکستان ټوله پریکړه کولو پروسه په ولکه کې ساتي، د کومې حل لارې تعقیبولو هیڅ اراده نه ښیې. د بې دفاع ملکي وګړو په وژلو سره، دا د پخوا په څېر په سیمه کې د نیابتي جګړې د دوام او د بې ثباتۍ د پراخولو لپاره د دوی لېوالتیا په ګوته کوي.''

    د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر زیاتوي: ''موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې د افغانستان اسلامي امارت وسله وال امنیتي او دفاعي ځواکونه به تر هغه وخته پورې متقابل، متناسب او مشروع دفاعي اقداماتو ته دوام ورکړي، تر څو چې مقابل لوری خپلې سرغړونې ودروي او له خپلو جرمونو څخه لاس واخلي.''

  16. وروستی, عامې روغتیا وزارت: نژدې ۴۰۰ ناروغان وژل شوي

    د ویډیو تشریح، عامې روغتیا وزارت: نژدې ۴۰۰ بستر ناروغان وژل شوي

    د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستاني پوځ برید کې نژدې ۴۰۰ ناروغان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي، چې بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.

    ددغه وزارت ویاند شرافت زمان د برید ځای کې یوه خبري کنفرانس ته وویل،‌ په دې روغتون کې نژدې ۳۰۰۰ معتادین درملل کېدل.

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ پر یاد مرکز د پاکستاني ځواکونو برید په اړه ''سخته خواشیني'' ښودلې ده.

    د یوناما په رپوټ کې ویل شوي، پاکستاني پوځ تېره شپه په کابل کې د روږدو کسانو درملنې پر یوه مرکز هوايي برید کړی، چې د رپوټونو له مخې لسګونه کسان پکې وژل شوي دي.

    اعلامیه زیاتوي: ''یوناما د هغو کسانو له کورنیو سره د زړه له کومي خواخوږي څرګندوي، چې په دې برید کې وژل شوي او د ټپیانو لپاره د ژر رغېدنې هیله کوي.''

  17. د روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالي کې د افغانستان شپږو روغتیايي مرکزونو ته زیان اوښتی

    د روغتیا نړیوال سازمان لوګو

    د عکس سرچینه، FABRICE COFFRINI/AFP via Getty Images

    د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وايي، په فبرورۍ کې له هغه راهیسې، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی، د رپوټونو له مخې په افغانستان کې ''لږترلږه'' شپږو روغتیايي مرکزونو ته زیان اوښتی دی.

    د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیدروس ادهانوم غیبریسوس پر اېکس پاڼه په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''له دې سره سره یو رپوټ وايي، چې تېره شپه په کابل کې د روږدو کسانو درملنې پر هغه مرکز، چې د کورنیو چارو وزارت یې چارې سمبالوي، له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي او لږ ترلږه ۲۵۰ کسان ټپیان شوي دي.''

    پیغام کې زیاته شوې، د روغتیا نړیوال سازمان د دې پېښو په هکله معلومات راټولوي، ''خو د شخړو شدت په روغتیايي سیسټمونو اضافي فشار راوړي او د زیانمنونکو خلکو روغتیا او هوساینې ته خطرونه پېښوي.''

    د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي او سولې او روغتیا ته لومړیتوب ورکړي.

    په پیغام کې ویل شوي: ''سوله تر ټولو غوره درمل دي.''

    د روغتیا نړیوال سازمان د مشر  پيغام

    د عکس سرچینه، .

  18. وروستی, عامې روغتیا وزارت: نژدې ۴۰۰ بستر ناروغان وژل شوي

    د ویډیو تشریح، کابل کې د معتادانو پر روغتون د پاکستاني پوځ برید

    د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستاني پوځ برید کې نژدې ۴۰۰ بستر ناروغان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي، چې بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.

    ددغه وزارت ویاند شرافت زمان د برید ځای کې یوه خبري کنفرانس ته وویل،‌ په دې روغتون کې نژدې ۳۰۰۰ معتادین درملل کېدل.

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ پر یاد مرکز د پاکستاني ځواکونو برید په اړه ''سخته خواشیني'' ښودلې ده.

    د یوناما په رپوټ کې ویل شوي، پاکستاني پوځ تېره شپه په کابل کې د روږدو کسانو درملنې پر یوه مرکز هوايي برید کړی، چې د رپوټونو له مخې لسګونه کسان پکې وژل شوي دي. اعلامیه زیاتوي: ''یوناما د هغو کسانو له کورنیو سره د زړه له کومي خواخوږي څرګندوي، چې په دې برید کې وژل شوي او د ټپیانو لپاره د ژر رغېدنې هیله کوي.''

  19. د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ: د روږدو کسانو درملنې پر مرکز د برید په هکله باید په خپلواکه او شفافه توګه پلټنې وشي

    کابل برید

    د عکس سرچینه، Reuters

    د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، کابل کې تېره شپه د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د ''چاودنې'' پېښې په هکله باید ''په چټکۍ سره، په خپلواکه او شفافه توګه پلټنې وشي او مسوول کسان له نړیوالو معیارونو سره سم حساب ورکړي.''

    په اعلامیه کې ویل شوي، د دې پلټنې پایلې باید له خلکو سره شریکې شي او د پېښې قربانیانو او د دوی کورنیو ته باید تاوان ورکړل شي.

    په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د نړیوال بشري قانون له مخې ملکي خلک او ملکي هدفونه په بشپړ ډول خوندیتوب لري '' د جګړې قوانین په څرګنده توګه وايي چې هر برید باید د توپیر، تناسب او احتیاطي تدابیرو له بنسټیزو اصولو سره سم وي. نړیوال بشري قانون د روغتیايي تاسیساتو لپاره ځانګړي او زیات شوی خوندیتوب ورکوي.''

    په اعلامیه کې راغلي، چې تېره میاشت د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي له ډېرېدو راهیسې ''۱۰۴ ماشومانو، ۵۹ ښځو په ګډون ۲۸۹ افغان ملکي کسان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.''

    دغه ادارې ویلي، له همدې امله په ځانګړې توګه د افغانستان په سوېل او سوېل ختیځو سیمو کې لسګونه زره کسان بې ځایه شوي دي او پاکستان کې هم ګڼ شمېر کسان له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي او ښوونځي تړل شوي دي.

    د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په اعلامیه کې د دې سازمان د مشر ولکر تورک په حواله ویل شوي، چې پر ټولو اړخونو یې د اغېزمنو اقداماتو غږ کړی.

  20. یوناما وايي پر روغتونونو او ملکي تاسیساتو بریدونه له نړیوال قانونه سرغړونه ده

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په کابل کې د روږدو کسانو درملنې پر مرکز د پاکستاني ځواکونو برید په هکله ''سخته خواشیني'' څرګنده کړې.

    د یوناما په رپوټ کې ویل شوي، پاکستاني پوځ تېره شپه په کابل کې د روږدو کسانو درملنې پر یوه مرکز هوايي برید کړی، چې د رپوټونو له مخې لسګونه کسان پکې وژل شوي دي. اعلامیه زیاتوي: ''یوناما د هغو کسانو له کورنیو سره د زړه له کومي خواخوږي څرګندوي، چې په دې برید کې وژل شوي او د ټپیانو لپاره د ژر رغېدنې هیله کوي.''

    په اعلامیه زیاته شوې: ''له نړیوال قانون سره سم ټول ښکېل اړخونه باید په شخړو کې د ناروغانو، ټپیانو، روغتیايي کارکوونکو، روغتونونو، امبولانسونو ته درناوی وکړي او د ژغورنې لپاره یې اقدامات وکړي او پر روغتونونو او ملکي تاسیساتو بریدونه په سختۍ سره ممنوع دي.''

    د یوناما اعلامیه زیاتوي، د افغانستان په لر او بر کې ملکي خلک د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچ بیه پرې کوي.

    په اعلامیه کې دغه راز راغلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ماموریت سره سم یوناما د فبرورۍ له ۲۶ مې د مارچ تر ۱۶مې له پېښې مخکې په افغانستان کې د ۷۶ ملکي کسانو وژل کېدل او د ۲۱۳ ملکي کسانو ټپیان کېدو پېښې ثبت کړې دي.

    یوناما یو ځل بیا پر دواړو لوریو د تاوتریخوالي کمولو او ''سملاسي اوربند'' او له نړیوال قانون سره سم د ملکي خلکو خوندیتوب ته د پاملرنې غږ کړی.