په تهران کې یو لوړ پوړی چارواکی وايي، د ایران بډایه شوي یورانیم به هیڅ ځای ته ونه لېږدول شي, غونچه حبیبي ازاد- بي بي سي فارسي
د ایران
د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایران له دولتي ټلویزیون
سره خبرو کې وايي ،"امریکا
ته د یورانیم لېږد
د یو اختیار په توګه نه دی وړاندې شوی. د ایران بډایه شوي یورانیم زموږ لپاره
د ایران د خاورې په څېر
سپېڅلي دي او
په هیڅ حالت کې به هیڅ ځای ته ونه لېږدول شي".
د ښاغلي بقايي دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ
له هغو خبرو وروسته مخې ته راځي، چې وايي، ایراني لوري له خپل هېواده د بډایه شویو
یورانیمو لېرې کولو په ګډون ''د هر څه په هکله موافقه کړې.''
د خبرو
په تړاو اسماعیل بقايي
وايي،"د
بندیزونو لېرې
کول زموږ لپاره خورا مهم دي، د زیانونو جبران د ایران لپاره یو ځانګړی لومړیتوب دی".
د عکس سرچینه، IRIB
وروستی, د ایران دولتي ټلوېزیون: د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ به د سپاه پاسداران په اجازه وي
کله چې
پرون د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند اعلان وشو، د امریکا ولسمشر
ډونلډ ټرمپ وویل: "دا زما لپاره ویاړ
دی چې د نړۍ په کچه مې ۹ جګړې حل [ختمې] کړې دي او دا به زما لسمه وي."
هغه تر دې
مخکې هم ادعا کړې وه چې اته جګړې یې پای ته رسولې دي او وروستۍ جګړه له ایران سره - چې امریکا یې له اسرائیل سره یو ځای پیل کړې وه - ښايي نهمه وي. د لبنان پر وړاندې د اسرائیل پوځي عملیات د حزبالله پر ضد بیا هغه لسمه جګړه بولي.
که څه هم
د لبنان په اړه ظاهراً یو اوربند شوی او د ایران اوربند هم د اپرېل له اتمې راهیسې نافذ دی، خو تر اوسه د دغو شخړو
لپاره هېڅ دايمي سولهییز تړون نه دی شوی.
هغه نورې
اته جګړې چې ټرمپ ادعا کوي پای ته یې رسولې، د سپینې ماڼۍ په وینا دا دي:د اسرائیل او حماس ترمنځ، د اسرائیل او ایران ترمنځ، د پاکستان او هند
ترمنځ، د رواندا او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ترمنځ، د تایلنډ او کمبوډیا
ترمنځ، د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ، د مصر او ایتوپیا
ترمنځ او د سربیا او کوزوو
ترمنځ.
د بي بي سيوریفای څانګې مخکې هم دا ادعا څېړلې ده. د دوی له
ارزونې سره سم، دا سمه ده چې ټرمپ کولای شي په ځینو مواردو کې ځان ته امتیاز ورکړي - لکه د غزې په اړه د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند په
منځګړیتوب کې مرسته - خو یو شمېر نورو "جګړو" یوازې څو ورځې دوام درلود او د هغو هېوادونو
ترمنځ وې چې له مخکې نه اوږدمهاله ترینګلتیاوې لري.
په یوه
مورد کې، د مصر او ایتوپیا ترمنځ "جګړه" اصلاً جګړه نه وه، بلکې د بند د جوړولو پر
سر یو ډیپلوماتیک اختلاف و او هېڅ ډول حقیقي جګړه نه وه چې پای ته ورسېږي.
همدارنګه، د رواندا
او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ترمنځ، سره
له دې چې په واشنګټن ډيسي کې د سولې تړون لاسلیک شو، بیا هم نښتې دوام موندلی دی.
وروستی, ټرمپ واييد لبنان پر احتمالي هوکړې "ډېر زیات خوشاله" دی
د ویډیو تشریح، ټرمپ: ښايي د لبنان او اسرائیل ترمنځ مخامخ خبرې راتلونکې اونۍ سپینه ماڼۍ کې وشي
د امریکا ولسمشر وايي لبنان کې د اوربند په
اړه ډېر خوشاله دی او دا لومړی ځل دی چې له ۴۴ کلونو وروسته لبنان او اسرائیل سره
مخامخېږي. ښايي د دوی ترمنځ غونډه راتلونکې اونۍ په سپینه ماڼۍ کې وشي.
وروستی, د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ
د عکس سرچینه، EPA
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او له متحده ایالات یې د دې هوکړې د اسانتیا لپاره مننه کړې ده.
هغه په یوه اعلامیه کې هیله څرګنده کړه چې دا اوربند به "د دې شخړې لپاره د اوږدمهاله حل د موندلو په موخه د خبرو اترو زمینه برابره کړي" او په سیمه کې به د "تلپاتې او هر اړخیزې سولې د ټینګښت" له هڅو سره مرسته وکړي.
ښاغلي ګوتېرېش همدارنګه له ټولو اړخونو وغوښتل چې اوربند ته درناوی وکړي او "په هر حالت کې نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي."
ټرمپ وايي، د ایران جګړه باید ډېر ژر پای ته ورسېږي
د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نیواډا کې د مالیې ورځې په یوه غونډه کې د ایران جګړې په هکله لنډه وینا وکړه. هغه وویل، "زه به ووایم چې په ایران کې جګړه په سمه روانه ده" او دا چې "باید ډېر ژر پای ته ورسېږي".
هغه ډېر تفصیل بیان نه کړ، خو د امریکايي پوځ ستاینه یې وکړه چې د ده په خبره د توغندیو په غورځولو کې ښه دي.
د تېرې اونۍ پای کې د پاکستان پلازمېنه کې ایراني او امریکايي استازه یوې موافقې ته رسېدلو کې پاتې راغلل.
وروستی, د ایران د پارلمان مشر: لبنان د امریکا او ایران ترمنځ د اوږدمهاله اوربند "نه بېلېدونکې برخه" ده
د ایراني پارلمان مشر وايي، لبنان له امریکا سره د هر اړخیز اوربند یوه "نه بېلېدونکې برخه" جوړوي.
پر ټیلیګرام یوه پیغام کې محمد باقر قالیباف وايي، لبنان به "په سیمه کې د دوامدارې سولې د پرمخ وړلو لپاره مهم رول ولوبوي."
د هغه دا څرګندونې د پاکستان له یوه پوځي افسر سره له لیدنې وروسته شوې دي.
په بیان کې ویل شوي: "د کړکېچ په ټولو برخو کې د هر اړخیز اوربند رامنځته کول د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د لومړني اوربند توافق له مادو څخه یوه ده، چې د پاکستان په منځګړیتوب ترسره شوی."
د اسرائیل او لبنان ترمنځ اوربند رسماً پیل شو
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل او لبنان ترمنځ د لس
ورځني اوربند جزئیات اعلان کړل، چې د پنجشنبې پر ورځ پنځه بجې 'د برېتانیا له وخت
سره سم ماښام لس بجې' پیل شو.
که خبرې پرمختګ وکړي، نو دا د دوه اړخیزې موافقې له مخې غځول
کېدای شي.
له اوربند سره سره، متحده ایالاتو ټینګار کړی چې "اسرائیل
حق لري چې د نږدې راتلونکي یا روانو ګواښونو پر وړاندې د ځان دفاع لپاره ټول اړین اقدامات
وکړي".
د لبنان حکومت ژمنه کړې چې د اوربند له پیل وروسته د حزب
الله او نورو غیر دولتي وسله والو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات وکړي.
دواړو لوریو "د لبنان د حکومت پر انحصاري مسوولیت چې
د حاکمیت او ملي دفاع ساتنه وکړي" ټینګار کړی دی. اسرائیل او لبنان له متحده ایالاتو
غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولو پاتې مسئلو د حل لپاره د نورو خبرو مشري وکړي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند: د لبنان اوربند د هغه لومړنی توافق برخه ده، چې پاکستان کې پرې خبرې وشوې
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، په
لبنان کې اوربند د هغه تفاهم یوه برخه ده، چې پاکستان کې د ایران او امریکا تر منځ
لومړنیو خبرو کې پرې هوکړه شوې وه.
نوموړی وايي، ایران له لومړي سره ټینګار کاوه،
چې د لبنان په ګډون باید ټوله سیمه کې اوربند وشي.
بقايي د لبنان له خلکو او حکومت
سره د (همغږۍ) څرګندونه وکړه او د لبنان له سویلي سیمو یې د اسرائیلي ځواکونو وتلو
پر موضوع ټینګار وکړ، داسې یوه موضوع چې اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو له
مخکې رد کړې ده.
د یادونې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لومړی پړاو تېره اونۍ په اسلام اباد کې وشو.
یوه خبریال د امریکا له ولسمشره وپوښتل چې ایا دی به له ایران سره د تړون د لاسلیک لپاره پاکستان ته لاړ شي او ټرمپ ځواب ورکړ: 'که دا تړون په اسلام اباد کې لاسلیک شي، زه ښايي لاړ شم.'
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: ''د پاکستان فیلډ مارشال او لومړی وزیر ډېر ښه خلک دي، ښايي زه به هلته لاړ شم.''
د ایران یا امریکا لخوا د دوهم پړاو خبرو لپاره کومه نېټه نه ده اعلان شوې، خو ولسمشر ټرمپ وايي، 'زه فکر کوم چې موږ له ایران سره د یوه جوړجاړي کولو ته ډېر نږدې یو.'
هغه ادعا وکړه چې ایران د ۲۰ کلونو لپاره د اټومي وسلو نه ترلاسه کولو لپاره خپله لېوالتیا ښودلې ده:
''دا ښه ده، چې موږ له ایران سره یو تفاهم کوو او دا به یوه ښه جوړجاړی وي، له اټومي وسلو پرته. دوی به اټومي وسلې ونه لري. زه په صادقانه توګه په هیڅ ۲۰ کلن حد باور نه لرم.''
د یادونې ده، چې ایران تر اوسه د امریکا د ولسمشر دې ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.
ټرمپ: لبنان او اسرائیل په ۱۰ ورځني اوربند موافقه کړې
د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشر ټرمپ اعلان کړی چې لبنان او اسرائیلو په ۱۰ ورځني اوربند موافقه کړې ده.
ټاکل شوې ده چې اوربند به نن شپه پیلېږي.
په تولنیزشبکې یو پوسټ کې ده ویلي دي چې د لبنان ولسمشر جوزف عون او د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو سره غږېدلی دی.
د ده په وینا کې د حزب الله یادونه نه ده شوې. حزب الله چې ایران یې ملاتړ کوي د دې او اسرائیلو ترمنځ ډزې تبادله کېږي. ده وویل د لبنان ولسمشر او د اسرائیلو لومړی وزیر نورو خبرو لپاره واشګټن ته دعوت کوي.
ده وویل دواړه خواوې سوله غواړي او فکر کوي چې دا کار به ډېر زر وشي.
د لبنان لومړي وزیر نواف سلام د دې موقت اوربند هرکلی کړی او ویلي یې دي د جګړې له لومړۍ ورځې لبنان د دې غوښتنه کوله.