اسرائیل وايي د ایران د ملي امنیت شورا مشر یې په نښه کړی دی
د اسرائیلو پوځي چارواکي وايي تېره شپه یې د ایران د ملي امنیت شورا مشر، علي لاريجاني په نښه کړی دی. دا معلومه نه ده چې هغه ژوبل دی یا وژل شوی دی . خو دایران خبري رسنۍ وايي ډېر زر به د ښاغلي لاريجاني يو پیغام خوروي.
ښاغلی لاريجاني د ایران حکومت جګړې کې مهم رول لوبوي.
د اسرائیلو پوځ وايي چېدې برید کې یې د بسیج نیمه پوځي ځواک قوماندان وژل شوی دی. ایران هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی او د متحده عربي اماراتو فجیرهښار کې د انرژۍ پر مرکز بریدونه کړي او په نزدې سیمه کې یې د تیلو یو ټانکر په نښه کړی دی.








