د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ دوحه کې شوې هوکړې پورې تړلې هیلې او اندېښنې
افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه له څو ورځو نښتو او پاکستان لخوا په کابل، کندهار، پکتیکا کې له هوايي بریدونو وروسته بالاخره د یکشنبې پر شپه دوحه کې د اوربند هوکړه لاسلیک شوه. که څه هم تر دې هوکړې وروسته د دواړو خواو ترمنځ د کومې تازه امنیتي پېښې او شخړې څه رپوټ نه دی ترلاسه شوی، خو ځینې لا هم ډاډمن نه دي چې دا اوربند دې ډېر دوام وکړي.
لنډیز
د قطر بهرنیو چارو وزارت وايي افغانستان او پاکستان د ترکيې او قطر په منځګړيتوب "په سملاسي اوربند" هوکړه وکړه
د دوحې خبرو کې د افغانستان له اړخه د طالبانو حکومت پلاوي کې دفاع وزیر او د استخباراتو لوی رییس او له پاکستاني لوري هم دفاع وزیر او د څارګرې ادارې مشر ګډون کړی و
د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد تایید کړه چې د دواړو خواو ترمنځ هوکړه لاسلیک شوې.
مجاهد ویلي پر بشپړ او معنادار اوربند د توافق تر څنګ پرېکړه وشوه چې "دواړه هېوادونه به د يو بل پر وړاندې د عداوت هېڅ عمل" نه ترسره کوي
د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف هم ویلي چې "دواړه ګاونډي هېوادونه به د يوه او بل د خاورې درناوی کوي."
هغه زياته کړې چې "پاکستان کې به د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ سلسله سملاسي" بنده شي
ژوندی پوښښ
وروستی, پاکستاني کرېکټر شاهد افرید د پوځ ننګه کړې خو د افغان کرېکټ لوبغاړو پر وژنه یې څه نه دي ویلي
د عکس سرچینه، @SAfridiOfficial
د پاکستان د
کرېکټ مخکېني لوبغاړي او د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد افریدي د افغانستان او
پاکستان ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو او نښتو وروسته غبرګون ښودلی او د پخوا
پرتله یې د افغانستان او افغانانو پر وړاندې تونده ژبه کارولې ده.
نوموړي پر
اېکس په اردو یوه پیغام کې لیکلي: "پاکستان تل له خپلو افغان وروڼو سره
ولاړ و او د افغانانو ستونزې یې خپلې ګڼلې. خپل سرحدونه یې خپلو وروڼو ته پرانیستي او څلور میلیونه کډوال یې په خپله
خاوره کې مېشت کړي. زه په شخصي ډول د خپلو امکاناتو په حدودو کې د ۳۵۰ افغانو کورنیو
پالنه کوم، خو له ډېر افسوس سره باید ووایم چې په تېرو ورځو کې افغانستان د دې
ټولو احسانونو هېرولو سره په سرحدونو کې پرانیستی برید وکړ چې زموږ ځواکونو ورته پوره او
قوي ځواب ورکړ".
د شاهد
افریدي پر ټویټ سلګونه غبرګونونه ښودل شوي او ډېری تبصره کوونکو یې دا څرګندونې
غندلې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
وروستی, پاکستان: د دفاع او څارګرې ادارې مشرانو پلاوی دوحه کې له افغان پلاوي سره خبرې کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستانه د دفاع وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی به نن په دوحه کې د
افغان طالبانو له استازیو سره خبرې وکړي.
ددغه وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې
ویلي "د دغو خبرو اصلي تمرکز به پر هغو عاجلو
اقداماتو وي چې له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد سرحدي "ترهګري" پای
ته ورسوي او د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې په اوږدو کې سوله او ثبات بېرته
راولي".
په خبرپاڼه کې راغلي، چې "پاکستان د شخړې د سختېدو غوښتونکي نه دی، خو له افغان طالب
چارواکو غواړي چې خپلو نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي او د پاکستان قانوني امنیتي
اندېښنې د ترهګرو د اډو پر وړاندې په د
منلو وړ ګامونو اخیستو سره حل کړي.
دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې پاکستان
یوځل بیا د افغانستان پکتیکا ولایت کې پر ولسي وګړو بمبار کړی او لس تنه یې وژلي
دي چې ډېر یې د شوي اوربند ماتولو هڅه ګڼي.
د پاکستان دولتي ټلویزیون ویلي، "د دفاع وزیر خواجه
محمد اصف او د څارګرې
ادارې مشر جنرال عاصم ملک نن دوحې ته د طالبانو له افغان
استازیو سره د خبرو لپاره روان دي."
د افغان طالبانو یو حکومتي چارواکي هم د خبرو تائید وکړ
چې دا خبرې به ترسره شي.
د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پر ایکس لیکلي، د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په
مشرۍ د طالبانو پوځي لوړپوړی پلاوی نن دوحې ته
روان شو.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
بيبيسي په دې اړه د طالبانو حکومت له ویاندانو سره د اړیکې هڅه وکړه خو تر دې دمه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
خو وړمه ورځ په افغانستان کې د طالبانو حکومت یوې سرچینې بيبيسي ته منلې وه چې د دفاع وزیر به یې په قطر کې له پاکستان سره د خبرو لپاره د افغان پلاوي مشري وکړي.
د پاکستاني پلاوي په تړاو لا څه نه دي روښانه شوي خو کتونکي انګیري چې ښايي تر ډېره د امنیتي او پوځي ادارو استازي او مشران به په کې وي.
وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي وو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستۍ نښتې او ترینګلتیا د پای ته رسولو لپاره یې قطر ته د منځګړتوب وړاندیز کړی چې په وینا یې "هغوی [قطر] د دې مسئلې د هوارولو لپاره له دواړو لورو سره د جدي خبرو اترو لپاره چمتو دي."
د پکتیکا ارګون له پېښې ځينې ژوندي وتلي وايي، تر لومړي برید وروسته چې نور خلک سیمې ته ورټول شول نو بل برید هم پرې وشو او مرګ ژوبله یې واړوله.
بيبيسي ته په رسېدلو ویډيوګانو کې د پېښې عیني شاهدان او ژوبل شوي ځينې کسان وايي چې د پاکستان پوځ له لوري د شوو دغو بریدونو قربانیان تر ډېره ملکیان او د کرېکټ هغه لوبغاړي وو چې په شرنه کې تر یوې لوبې وروسته په ارګون کې په یوه کور کې سره راټول شوي وو.
دلته د دوو عیني شاهدانو قدرت الله او میراجان خبرې اورئ چې په ژوبل حالت کې د پېښې کیسه کوي. میراجان په خپله هم لوبغاړی او د هغه قصاب زوی دی چې پر کور یې بمبار شوی:
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
د بشري حقونو نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې پر ټولو نړیوالو بشري ادارو غږ کړی چې په "بېړني ډول دې دا پېښه او له ولسي افغانانو سره د روان تاوتریخوالي څپه وڅېړي."
دغه سازمان همداراز د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د دې پېښې عاملانو ته سزا ورکړي او د بېګناه خلکو د ژوند خوندیتوب ډاډمن کړي.
وروستی, پر لوبغاړو برید؛ د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان سره د کرېکټ راروانه لوبلړۍ "لغوه" کړه, نورګل شفق /بيبيسي پښتو
د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې پر لوبغاړو د برید له کبله یې له پاکستان سره د کرېکټ راروانې لوبې لغوه کړې دي.
ده وویل چې تر اوسه یې د منځني ختیځ په ګډون اته شخړې حل کړې دي او که د اوکرايين او روسیې جګړه هم ودروي نو دا شمېر به نهه شي.
له همدې سره یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تازه ترینګلتیا ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، "خبر شوی یم چې پاکستان پر افغانستان برید کړی یا دا چې ترمنځ یې برید روان دی، که داسې وي چې زه یې باید حل کړم نو ما ته یې حلول ډېر اسانه دي. له دې سره هممهاله چې زه باید د امریکا اړوند چارې سمبال کړم خو خوښېږي مې چې شخړې حل کړم. ځکه چې زه غواړم خلک له وژل کېدو خوندي کړم او ما میلیونونه میلیونونه زندګۍ ژغورلې دي. زه ګمان کوم چې دا [د اوکرايين-روسیې] جګړې په درولو کې به بریالي شو."
که څه هم ښاغلي ټرمپ نور جزیات ورنه کړل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ کې هم د اوکرايين او روسیې جګړې په څېر د منځګړي یا روغه جوړه کوونکي په توګه ورښکېلېږي او که نه خو ویې ویل چې دا جګړې د ولسمشرانو تر منځ دي او "زه منځګړیتوب کوونکی ولسمشر یم."
ښاغلي ټرمپ وویل چې د پاکستان لومړي وزیر هم دی له همدې کبله ستایلی چې ګواکې د خلکو ژوند ژغوري او له همدې امله یې د نوبل سولې جایزې ته د هغه د نوماندولو وړاندیز هم کړی دی.
د افغانستان کرېکټ بورډ کې یوې باوري سرچینې
بي بي سي ته وویل " ټول شهیدان د کرېکټ ځايي لوبغاړي دي."
پاکستان پر وروستي برید څه تبصره نه ده کړې.
وروستی, د طالبانو حکومت سرچینې وايي پاکستاني ځواکونو پکتیکا کې پر ولسي کورونو بریدونه کړي
د طالبانو حکومت یوه ولایتي چارواکي بي بي سي
ته وویل، له ځايي وخت سره سم د جمعې ماښام مهال "پاکستاني رژیم په پکتیکا ارګون
ولسوالۍ، خانه دار کلي کې د یوه قصاب کور ویشتلی دی چې ملکي خلک په کې شهیدان او زخمیان
شوي."
دغه سرچینه وايي په پام کې وه چې سبا د طالبانو حکومت پلاوی له پاکستاني
استازو سره د کړکېچ کمولو پر سره خبرې وکړي خو داسې برېښي چې پاکستان اوربند ته
ژمن پاتې نه شو.
وړاندې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې دوی تر هغه چې
"تجاوز" نه وي شوی اوربند ته ژمن دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد بيبيسي
ته ویلي: "اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] هېڅکله هم په چا باندې لومړی برید
نه دی کړی او نه هم د جګړې غوښتونکی و. ولې که په موږ جګړه کېږي او زموږ حریم ته درناوی
نه کېږي، بیا موږ ځان ته د دفاع حق محفوظ ګڼو."
ښاغلی مجاهد وايي هغه ورځ د پاکستان په
غوښتنه او ټینګار د افغانستان لخوا د اوربند منل شوې هوکړه کې "کومه زماني موده" نه وه یاده شوې.
نوموړی وایي "البته دا بیا تصریح کوو چې که چېرې زموږ پر ځواکونو باندې څوک برید ورکړي، بیا موږ لپاره د دفاع
حق شته".