د عکسونو البوم: د انتظار شېبې

هره اونۍ د یوې مشخصې موضوع په اړه بي بي سي د مینه والو ځینو انځورونه خپروي. دا ځل یې دغو انځورونو ته د "انتظار" سرلیک ورکړی.

د عکس سرچینه، DANIEL YIU

د عکس تشریح، دا انځور دانیال یو د هغو خلکو اخیستی، چې د ایټالیا میلانو ښار کې د اوپرا کور "تیاترو لا سکالا" کې انتظار کوي.

د عکس سرچینه، NIC DREW

د عکس تشریح، نیک درو بیا دا انځور په انګلستان کې په بخار د اورګاډي چلولو پرمهال اخیستی. درو وايي "د دغه بخاري اورګاډي چلوونکی پخپله خاصه نړۍ کې سوچ وړی دی."

د عکس سرچینه، OROS CLAUDIU

د عکس تشریح، اوروس کلاودیو د دغه سړي دا انځور اخیستی چې له خپلو دوو مڼو سره موسکی موسکی کېږي.

د عکس سرچینه، DAYVE WARD

د عکس تشریح، ډایف وارډ بیا دا انځور د لمر ختلو پرمهال د یوه سړي د سوچ پرمهال اخیستی.

د عکس سرچینه، JONATHAN WILKES

د عکس تشریح، جانتن ویلکیز مراکش ښار بن یوسف مدرسه کې د یوې کارمنې دا انځور اخیستی چې د مېلمنو په انتظار ولاړه ده.

د عکس سرچینه، ROMAN GLUKHMAN

د عکس تشریح، د مکسیکو دودیزې مریاچي موسیقۍ ډلې غړي په مکسیکو سیټي کې د کښتۍ په انتظار دي. دا انځور رومان ګلوکمان اخیستی.

د عکس سرچینه، HERO WONG

د عکس تشریح، یو چینایی کارګر په یوه کاري ورځ کې د دمې پرمهال. انځور هیرو وونګ اخیستی.

د عکس سرچینه، BOB GOODE

د عکس تشریح، باب ګودي خپل داسې ډیجیټل انځورونه راسره شریک کړي چې ان په ۱۹۸۳ کال اخیستل شوي.

د عکس سرچینه، PATRICK TEMMERMAN

د عکس تشریح، پاتریک تیمرمان په بلجیم کې دا انځور اخیستی. یوه بوډۍ یوه نالیدل کېدونکي کس ته غږېږي او سترګې یې دروازې ته نیولې دي.

د عکس سرچینه، ROSS SWIFT

د عکس تشریح، روس سویفټ دا انځور بریتانیا کې د چټکو خوړو په یوه پلورنځي کې د مشتریانو د انتظار پرمهال اخیستی.

د عکس سرچینه، JAYNE HAYWOOD

د عکس تشریح، جاین هایووډ د دغه انځور په اړه وايي: "د جنوبي افریقا جوهانسبرګ په یوه بې وزله سیمه کې اوسېږي، چې بې کاري پکې زیاته ده. دا ماشوم یوه شي ته انتظار دی او یا دا چې یوڅوک غږ پرې وکړي."

د عکس سرچینه، VERNA EVANS

د عکس تشریح، ویرنا ایوانز د بالي نڅاګرو دا انځور اخیستی چې تشناب ته د ننوتلو په کتاب کې ولاړې دي.

د عکس سرچینه، VICKY

د عکس تشریح، ویکي پر یوه ډبرین دېوال د پیشو دغه انځور اخیستی چې د پلي کسانو تماشا کوي.

د عکس سرچینه، AL GARBER

د عکس تشریح، د الجابر په دې انځور کې یو سړی په یوه سپین ټوکر د بسونو تمځي کې پټ ناست ښکاري.