افغان مېرمنې په اتو انځورونو کې

افغان خاوره د کلتورونو ګډوله بلل کېږي. مختلف افغان توکمونه پکې اوسېږي، که تر ډېره یو او ګډ کلتور لري، خو بیا هم ځینې دودونه، لکه د جامو اغوستلو ډول او نور ان یو بل ولایت کې سره توپیر لري. په ایران کې عکاسې فاطمه حسیني له ۲۰۱۶ کال تر ۲۰۱۷ د افغان مېرمنو د لباس په هکله څېړنه کړې او په دواړو هېوادونو کې یې څو نندارتونونه هم جوړ کړي دي. هغې خپل ځینې انځورونه بي بي سي ته سپارلي دي.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح، د انځورونو دا ټولګه د مختلفو افغان توکمونو د مېرمنو د څېرې او د دوی د لباس د ثبتولو لپاره ده.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح، د پښتنې، تاجکې، ازبکې، قزلباشې او هزاره مېرمنې څېره له ځانګړي لباس سره د تهران په یوه سټوډیو کې عکاسي شوې ده.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح، په انځور کې افغان مېرمنې دود مات کړی چادري پر سر لوڅ مخ په ښکلې او دودیزه جامه کې انځور شوې ده.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح، فاطمه حسیني په انځورګرۍ کې ماسټري کوي او دې موضوع ته یې خپل تیزس څانګړی کړی دی.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح، ډېر انځورونه په سټوډیو کې اخیستل شوي دي او د نمونو څېرې یې جوړې شوې دي.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح، فاطمه وايي، افغان مېرمنې رنګیزې، نازکې او ځواکمنې دي، خو تاوتریخوالي او ټولنیزې کمزورۍ پر هغوی پرده اچولې ده.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح، انځورونه او بڼې یې په هر ولایت کې ستایل شوې دي.

د عکس سرچینه، Fatima Hussaini

د عکس تشریح، پخوانیو تمدنونو او مختلفو دورو هم پر ځاني او ډله ییزو څېرو اغېز پرېښودلی دی.