بېروت کې پر یوې ودانۍ د توغندي د لګېدو شېبه

د ویډیو تشریح، بېروت کې پر یوې ودانۍ د توغندي د لګېدو شېبه
بېروت کې پر یوې ودانۍ د توغندي د لګېدو شېبه

پر خواله رسنیو دې خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د لبنان د پلازمېنې بېروت سویل کې پر یوې ودانۍ د توغندي برید کېږي.

د لبنان روغتیا وزارت په وینا اسرائيلي ځواکونو د بېروت نړیوال هوايي ډګر ته پر غځېدلي سړک د دې پرتې ودانۍ د تشېدو امر کړی و.

اسرائیل په دې وروستیو کې په لبنان کې خپل بریدونه سخت کړي دي.‌

د لبنان سویل کې د اسرائيل په وروستیو بریدونو کې د روغتیاپالانو په ګډون د اوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی.

بلخوا د لبنان حزب‌الله غورځنګ هم د اسرائیل پر شمالي سیمو د توغندیو تازه بریدونه کړي.