ولې خارګ ټاپو د ایران لپاره حیاتي دی
ولې خارګ ټاپو د ایران لپاره حیاتي دی
خارګ ټاپو یو کوچنی ډبرین ټاپو دی چې د ایران له ساحله یوازې ۲۴ کیلومتره لرې پروت دی - خو د کوچنۍ اندازې سربېره دا د ایران د انرژۍ د زېربناوو یوه له خورا مهمو برخو ده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ورځې وړاندې په ټروت سوشل کې ولیکل چې د امریکا پوځ د منځني ختیځ په تاریخ کې یوه خورا قوي بمباري وکړه او د ټاپو ټول پوځي هدفونه یې له منځه وړي.
د امنیتي چارو شنونکی 'مایکي کې' تشریح کوي چې ولې خارګ ټاپو د ایران لپاره حیاتي اهمیت لري او ولې د امریکا لپاره هم له ستراتیژیک پلوه مهم دی.