تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر او پخواني ولسمشر برهاندالدین رباني جنازه نن (جمعه، د سپتمبر ۲۳مه) په کابل کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه.
د پخوانیو مجاهدینو دغه مشر د سه شنبې په ورځ د طالبانو د سولې د استازي په جامه کې ورغلي ځانمرګي برید کوونکي له ځان سره یو ځای والوزاوه.
مراسم کهیځ مهال د کابل په ارګ کې پیل شول او وروسته د هغه جسد د ښخولو لپاره د وزیر اکبرخان غونډۍ ته یوړل شو.
د جنازې دغو مراسمو ته د هغه په خورا ګڼ شمېر کې پلویان او مینه وال ورغلي و. ګڼه ګوڼه دومره زیاته وه چې یو ځل یې پولیس د خورولو لپاره هوایي ډزو ته اړوتل.
ولسمشر کرزي د هغه د قبر څنګ ته په خپله وینا کې په هېواد کې د امن راوستل د خپل حکومت ذمه واري وبلله.
BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .