تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"طالب مشرتابه د ښځو د کاربندیز لیرې کولو پر دویم فرمان کار کوي"
په افغانستان کې د مرستو رسونې یوه نړیواله مهمه اداره وايي، لږ تر دریو طالب وزیرانو ورته ویلي چې مشرتابه یې پر ښځو د کاربندیز بېرته لېرې کولو لپاره پر دویم فرمان کار کوي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ چې کابل ته په سفر تللی، بي بي سي پښتو ته په ځانګړې مرکه کې وویل، که طالبان پر ښځو د کار او پوهنتونو کې د نجونو پر زدکړو بندیزونه لېرې نه کړي، پر افغانستان به "نړیوالې مرستې وچې شي".
حفیظ الله معروف له ښاغلي ایګلنډ سره په همدې مرکه کړې.