پکتیکا کې د ۲۰۲۲ کال خونړۍ زلزله

پکتیکا کې ځايي چارواکي وايي، د دې زلزلې له کبله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ نور ټپیان دي. دا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې یوه خورا سخته زلزله بلل کېږي، چې د سر او مال دروند زیان یې اړولی دی. ملګري ملتونه وايي، مرستندویان د زلزله ځپلو د اړتیاوو ارزونه کوي.

د عکس تشریح، لاهم خلک هڅه کوي چې تر ړنګو دیوالونو لاندې توکي او انسانان را بهر کړي
د عکس تشریح، حليمي او د تره زامن یې، دا هغه توکي دي چې د حلیمې له وران شوي کوره رابهر شوي دي خو دې خپلې خوېندې او مور د تل لپاره له لاسه ورکړل
د عکس تشریح، شېرمحمد له دوو کلونو راهیسې دغه سپۍ ساتي او سره له دې چې په دغه حیوانې بشپړه کوټه را ړنګه شوې وه خو دا ژوندۍ پاتې شوې ده
د عکس تشریح، مرستندویه کارکونکو د بیړني حالت لپاره پنډغالی جوړ کړی
د عکس تشریح، ځايي جومات ویجاړ شوی. نيمه شپه وه او په جومات کې څوک نه وو
د عکس تشریح، حليمه، پلار یې "مجاهد" او خور يې چې ټپي ده، ژوندي پاتې شوي دي. يوه کوچنۍ خور، يوه مشره خور او مور يې وژل شوي دي. دوی ټول په یوه کوټه کې ویده وو