هرات کې د زعفرانو د ګل مېله

د زعفرانو د ګل جشن هر کال د هرات د کرنې ادارې په انګړ کې جوړېږي. اټکل کېږي سږ کال به شل ټنه زعفران ترلاسه شي.

د عکس تشریح، د زعفرانو د ګل جشن هر کال د هرات د کرنې ادارې په انګړ کې جوړېږي.
د عکس تشریح، سږ کال په هرات کې د زعفرانو د تولید کچه زیاتې شوې ده.
د عکس تشریح، اټکل کېږي سږ کال به شل ټنه زعفران ترلاسه شي.
د عکس تشریح، تېر کال ۱۶ ټنه تولید شوی وو.
د عکس تشریح، سږ کال د زعفرانو تر کښت لاندې شوې سیمې هم پراخه شوې او اته زره هکټاره ته رسېدلې.
د عکس تشریح، د یوه کیلو زعفرانو قیمت له پنځوس زره څخه تر څه باندې دېرش زرو ته راټیټ شوی.
د عکس تشریح، لامل یې د کورونا وېروس له کبله د وېزې او صادراتو محدودېدل ښودل شوی.
د عکس تشریح، هرات د افغانستان د زعفرانو د تولید مرکز دی.
د عکس تشریح، د افغانستان ۹۰ سلنه زعفران هرات کې تولیدېږي.
د عکس تشریح، اوس د افغانستان په شلو ولایتونو کې زعفران کرل کېږي، خو په نسبتاً محدوده کچه.
د عکس تشریح، زعفران په نړیوال مارکیټونو کې ډېر پېرودونکي لري.
د عکس تشریح، د افغانستان زعفران د کیفیت له پلوه په نړۍ کی نوم لري.