د مشورتي لویې جرګې وروستۍ ورځ په انځورونو کې

د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه جوړه شوې مشورتي لویه جرګه د یکشنبې په ورځ تر درې ورځنیو بحثونو وروسته پای ته ورسېده او جرګه والو د دغو بندیانو د خوشي کولو پرېکړه وکړه چې وروسته یې ولسمشر پرېکړه تایید کړه.

د عکس تشریح، د مشورتي لویې جرګ د ټولو ګډونوالو شمېر ۳۴۰۰ و، چې بالاخره د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو خوشي کولو په پلوۍ یې پرېکړه وکړه
د عکس تشریح، دې جرګې درې ورځې دوام وکړ

د عکس سرچینه، ARg

د عکس تشریح، د جرګې وروستۍ ورځې غونډه کې ډېری چارواکو او مخورو ګډون کړی و
د عکس تشریح، په جرګه کې سلګونه ښځو هم د افغانستان له بېلابېلو برخو ګډون کړی و.
د عکس تشریح، پرېکړه لیک کې یوه ماده د ښځو او ماشومانو د حقونو ساتلو په اړه هم وه.
د عکس تشریح، دا د سولې لپاره افغانستان کې درېیمه لویه مشورتي جرګه وه
د عکس تشریح، جرګه د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا پای ته ورسېده

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، ولسمشر محمد اشرف غني وویل، داسې یو حکم به لاسلیک کړي چې په ټول ژوند یې نه دی امضا کړي، د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو حکم