پر ایران مېشتو افغانانو د بندیزونو اغېز
ايران تېرو څو لسيزو کې د سلګونه زرو افغان کارګرو لپاره يو کاري منزل و، خو سږنی کال تر دې مهال نژدې څلور نيم سوه زره افغانان يا په خپله خوښه يا هم په زوره له ايرانه شړل شوي دي. له تهران سره له شوي نړيوال اتومي تړونه د امریکا وتلو او ورسره پر ایران د واشنګټن له لوري د بندیزونو بيا پيل په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کارګرو او کډوالو پر ژوند ژوره اغېز کړی دی. بي بي سي موندلې چې ګڼ افغانان د تومانو ارزښت د لوېدو له امله ایران کې کارونه پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستنېږي. محمد قاضي زاده پرې له هراته رپوټ رالېږلی دی.