د عکسونو البوم: کابل کې د خپلواکۍ ۹۸ کالیزې مراسم

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن )د زمري ۲۸مه) دفاع وزارت کې د ازادۍ څلي ډډه کې د ګلانو ګېډیو په اېښودو د خپلواکۍ ۹۸مه کالیزه ولمانځله.

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، نن (زمری ۲۸مه) له بریتانیا د افغانستان د خپلواکۍ اخیستو ٩٨مه کالیزه ده.

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، د سږ کال خپلواکۍ اخیستو مراسمو ته کابل او ولایتونو کې ځانګړي پروګرامونه او امنیتي تدابیر نیول شوي

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، غازي امان الله خان په په ۱۹۱۹ کال کال له بریتانیا ازادي واخیسته، چې همدغه ورځ (زمري ۲۸مه) هر کال د ازادۍ د اخیستو ورځې په نوم لمانځل کېږي.

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، د افغانستان حکومت د ازادۍ ورځ په داسې حال کې لمانځي، چې د هېواد ګڼو ولایتونو کې د ناامنیو او جګړو ځپې د پخوا په پرتله غځېدلې دي.

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، په تېرو څو کلونو کې د ازادۍ لمانځلو مېله یوازې تر کابل پورې محدوده وه

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، د پخواني ولسمشر حامد رکزي د واکمنۍ پرمهال، دولت هر کال کابل کې د ازادۍ ورځې په پار کابل کې ځانګړي پوځي مراسم جوړول

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، ولسمشر محمد اشرف غني د ازادۍ څلي لمن کې د ګلانو ګېډۍ کېښوده

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، نوموړي مراسمو کې وینا ونه کړه
د عکس تشریح، هغه د ګل اېښودلو مراسمو پای کې له ځینو مېلمنو سره روغبر وکړ

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، ولسمشر غني د شاه امان الله خان له لور هندیا سره هم وکتل