د لوګر عینک کان تاریخي آثار د کابل ملي موزیم ته ولېږدول شول

له هغه وروسته چې د کابل سویل کې د لوګر ولایت عینک مسو په کان کې د لرغون پېژندنیزو کیندنو مسوولیت د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل شو، ۱۰۰ قلمه تاریخي آثار کابل کې ملي موزیم ته وسپارل شول. عکسونه په کابل کې عکاس ماني مشکین قلم را استولي.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح، په دې وروستیو کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لوګر ولایت عینکو مسو له کان څخه نژدې ۱۰۰ قلمه کشف شوي تاریخي آثار د کابل ملي موزیم ته ولېږدول.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح، د عینک مسو کان کې د نویو کیندنو په لړ کې نژدې ۱۰۰ قلمه نوي تاریخي آثار وموندل شول.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح، په دغو کشفو شویو اثارو کې خټین لوښي، د بودا مجسمې او زینتي شیان دي.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارواکو په وینا، دغه نوي کشف شوي اثار له تاریخي پلوه ډېر ارزښت لري. ځکه ډېری دغه اثار لومړۍ او اتمې زېږدیزې پېړۍ کې د کوشانیانو او سامانیانو دورې پورې اړه لري.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح، د عینک سیمه کې تر دې وړاندې داسې ښارګوټي هم کشف شوي ول چې د لرغونپوهانو په خبره د یوه زاړه بودايي ښار ښکارندوی دی.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح، له ۲۰۰۹ کال راهیسې نژدې ۲۵۰۰ قلمه لرغوني اثار کشف شوي دي. له دغو ۲۰۰۰ قلمه یې په کابل کې د افغانستان په ملي موزیم کې ساتل کېږي. پاتې یې په خپله عینک کې ساتل کېږي.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح، د عینک مس په افغانستان کې د لرغونو اثارو د کشف یوه له تر ټولو لویه پروژه ده. د دغې سیمې لرغونپوهنیزې کیندنې له ۲۰۰۹ کاله راهیسې د نړیوال بانک په مالي مرسته د اطلاعاتو او کلتور او د کانونو او پطرولیم وزارت له خوا ترسره کېږي.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح، اوس د عینک مس ترلاسه شوي اثار د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته سپارل شوي دي.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح، تر ۲۰۰۹ کال وړاندې د عینک مس تاریخي اثار په غیرقانوني ډول کېندل کېدل او ډېری دغه ګران بیه توکي غلا کېدل.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح، څنګه چې یې له نومه هم پوهېدلی شئ دغه سیمه د مسو خورا غني سرچینې لري.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح، په ۲۰۰۸ کال کې افغان دولت د عینک مس د کان د کېندلو پروژه "اېم سي سي" چینايۍ کمپنۍ ته ورکړه.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح، د معدن د کیندلو له کار سره سم، د بودايۍ دورې داسې اثار هلته وموندل شول چې نقاشي شوي دیوالونه او داسې بودايي مجسمې په کې دي چې څو متره اوږدوالی لري.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح، د افغان حکومت د چارواکو په وینا د عینک مس د کان کیندل دلته د تاریخي اثارو روغ پاتې کېدو ته لوی ګواښ دی.

د عکس سرچینه، Mani Meshkinqalam

د عکس تشریح، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د لرغونو اثارو د ساتلو لپاره یوه طرحه لري چې د هغې تر پلي کېدو وړاندې به په دغه سیمه کې هېڅ ډول کیندنې ترسره نه شي. د دغې طرحې د پلي کېدو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له نړیوال بانکه د پنځه میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.