د عکسونو البوم: ۲۰۹ شاهین قول اردو له برید وروسته

د افغانستان دفاع وزارت تایید کړې چې بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید کې لږ ترلږه ۱۰۰ سرتېريو ته مرګژوبله اوښتې، خو نورو حکومتي سرچینو د وژل شویو شمېره له ۱۴۰ پورته اعلان کړې او ویلي یې دي چې تر ۱۵۰ ډېر نور سرتېري ټپیان شوي.

د عکس تشریح، د اپرېل پر ۲۱مه (د جمعې په ورځ) د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو طالبانو ډله ییز برید وکړ، چې تر سلو ډېر کسان پکې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د عکس تشریح، افغان چارواکو وویل، بریدګر د افغان پوځ په یونیفورم او د ملي اردو په رېنجرو کې ورغلي وو. [هغه رېنجر کې بریدګر پکې ۲۰۹ شاهین قول اردو ته د برید لپاره ورغلي وو]
د عکس تشریح، قول اردو ته له ننوتلو وروسته بریدګر پېژندل شوي او امنیتي ځواکونو پر موټر ډزې کړې دي.
د عکس تشریح، دغې قول اردو ته له برید وروسته د بي بي سي محفوظ زبیدي ورغلی او دغه انځورونه یې اخیستي. بریدګرو په جومات کې د جمعې تر لمانځه وروسته پر لمونځ کوونکو برید کړی چې سرتېرو ته ډېره مرګ ژوبله همدلته اوښتې ده.
د عکس تشریح، پر لمونځ کوونکو داسې مهال برید شوی، چې دوی بې وسلې و.
د عکس تشریح، په برید کې د جومات بهر او د ننه برخې ډېرې زیانمنې شوې دي.
د عکس تشریح، د افغانستان د دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم له خپلو دندو استعفا کړې ده. په یوه خبري غونډه کې دغو امنیتي چارواکو د خپلو استعفاوو لامل ملي ګټې وبللې.
د عکس تشریح، بریدګرو جومات ته څېرمه پر خوړنځي هم برید کړی.
د عکس تشریح، د افغانستان دفاع وزارت هم تایید کړې چې په دغه برید کې لږ ترلږه ۱۰۰ سرتېريو ته مرګژوبله اوښتې، خو نورو حکومتي سرچینو د وژل شویو شمېره له ۱۴۰ پورته اعلان کړې او ویلي یې دي چې تر ۱۵۰ ډېر نور سرتېري ټپیان شوي.
د عکس تشریح، ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ولسمشر غني د ملي دفاع وزارت لخوا د پوځ د څلورو قول اردو ګانو د قومندانانو د بدلون او ټاکلو وړاندیز منلی دی.