تصویرونه: د سلګونو میلیونو ارزښت زاړه بانکي نوټونه د اور لمبو کې

د افغانستان بانک د تېرې دوشنبې پر ورځ د ۳۶۰ میلیونو افغانیو (۵.۳ میلیونه ډالر) په ارزښت زاړه بانکي نوټونه وسوځول. د بانک چارواکو په وینا افغانستان کې هر کال د ۳.۴ میلیاردو افغانیو ارزښت زاړه بانکي نوټونه سوځول کېږي. عکسونه: مهدي مدبر

د عکس تشریح، د افغانستان بانک د تېرې دوشنبې پر ورځ د ۳۶۰ میلیونو افغانیو (۵.۳ میلیونه ډالر) په ارزښت زاړه بانکي نوټونه د ده سبز سیمې یوې خښتو بټۍ کې وسوځول.
د عکس تشریح، زاړه بانکي نوټونه په ځانګړو ګاډو کې سوځولو لپاره لېږدول کېدل
د عکس تشریح، د زړو بانکي نوټونو لېږدونکي ګاډي مهر او قلف شوي وو.
د عکس تشریح، د بانکي نوټونو سوځولو بهیر کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي وو
د عکس تشریح، زاړه بانکي نوټونه لویو جوالونو کې د سوځولو لپاره راوړل شوي وو
د عکس تشریح، د ۱۰ افغانیو، ۲۰ افغانیو، ۵۰ افغانیو او ۱۰۰ افغانیو ارزښت بانکي نوټونه وسوځول شول
د عکس تشریح، د افغانستان بانک چارواکي وايي، د افغانیو بانکي نوټونه د نړۍ له ډېرو معیاري نوټونو دي، خو په خبره یې افغانستان کې ډېره راکړه، ورکړه په نغدو پېسو کېږي، چې له کبله یې نوټونه ژر زاړه او له منځه ځي.
د عکس تشریح، د افغانستان بانک د دویم مرستیال محمد قسیم رحیمي په وینا په بازارونو کې د بانکي نوټونو د ډېر فزیکي چلښت له کبله هر کال کابل، هرات، کندهار او مزارشریف کې د ۳.۴ میلیاردو ډالرو ارزښت بانکي نوټونه سوځول کېږي.
د عکس تشریح، افغانستان خپل بانکي نوټونه په جرمني کې چاپوي او د هر نوټ د چاپ لګښت درې افغانۍ دی.
د عکس تشریح، دغه بانکي نوټونه د افغانستان بانک او سوداګریزو بانکونو له څانګو راټول شوي وو او د مالیې وزارت او ملي شورا استازو په شتون کې اور ورته کړل شو.
د عکس تشریح، د افغانستان بانک د سوځول شویو بانکي نوټونو د ارزښت برابر نوي نوټونه چاپ کړي او بازار ته یې وړاندې کوي.
د عکس تشریح، افغانستان بانک لومړی ځل ۱۳۸۴ کال کې زاړه بانکي نوټونه وسوځول. د افغانستان بانک چارواکو په وینا له هغه راهیسې تر اوسه پورې د ۴۰ میلیاردو افغانیو په ارزښت زاړه بانکي نوټونه سوځول شوي دي.