د عکسونو البوم: راستانه شوي کډوال د حکومت د همکارۍ په تمه

پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت په زورزیاتي سره افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده، خو کډوال په کور د ننه هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. ازاد عکاس میلاد حمیدي د کډوالو راتګ او کمپ ته ورغلی او دا انځوریز راپور یې بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته راستولی.

د عکس تشریح، د تورخم سرحدي سیمه کې له پاکستانه تازه افغان کډوال د افغان حکومت له خوا د نغدي مرستې په تمه تم شوي.
د عکس تشریح، افغان حکومت دغو کډوالو ته د یوې اندازې نغدي مرستې پروګرام پیل کړی دی.
د عکس تشریح، د ننګرهار ولایتي اداره او د کډوالو چارو اداره وايي، هره ورځ له تورخم پولې شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستنېږي.
د عکس تشریح، وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو ادارې له پاکستانه له راستنېدونکو افغان کډوالو سره شاوخوا څلورسوه ډالره مرسته کوله، خو اوس د هر کډوال پر سر د هغوی کورنۍ ته درې ۳۳۵۰ افغانۍ ورکول کېږي.
د عکس تشریح، په وروستیو کې افغانستان ته له پاکستانه شاوخوا ۶۵ زره کورنۍ راستنې شوې، چې وايي ډېری یې د ژوند ان لومړنۍ اسانتیاوې هم نه لري.
د عکس تشریح، راستانه شوي کډوال وايي، دوی په دې تمه له پاکستانه راستانه شول، چې پخپل هېواد کې به یې ژوند ښه شي، خو اوس د سرپناه موندلو ځای هم نه لري.
د عکس تشریح، یو کډوال وايي، پېښور کې یې د کډوالۍ ټیک ۱۴ کاله په دې هیله تېر کړل چې یوه ورځ به خپل هېواد ته ستنېږي، خو کله چې راستون شو، ماشومان یې له زده کړو بې برخې شول.
د عکس تشریح، ګڼ کوال وايي، ماشومان یې له زده کړو او نورو اسانتیاوو بې برخې دي.
د عکس تشریح، د لغمان ولایت خیروخېلو سیمه کې هم ګڼو کډوالو اړولي، خو د ژوند ان لومړنۍ اسانتیاوې هم نه لري.
د عکس تشریح، د دوی ماشومان کرۍ ورځ په سپېره دښته او ډاګونو کې د سون توکو راغونډولو پسې ګرځي.
د عکس تشریح، د خیروخېلو د کډوالو کمپ کې له پاکستانه راستنې شوې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ اوسېږي.