BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  •    مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
 
د خپريدو وخت: 06:55 گرينويچ 2008 ,12 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
دښارغږ: دڅښاک اوبه
 

 
 
دڅښاک اوبه

سږکال هم د تيرو څو کلونو غوندي اورښت لږ و نوځکه په ځينوسيموکې د اوبو په تيره بيا د څښاک د پاکو اوبوکموالی ليد ل کيږي.

ځينې خلک بيا اوبه بېځايه مصرفوي او دا ستونزه په ښارونو کې ډيره ده. د کابل ښاريو اوسيدونکي غلام جان وايي:

"کله چې د نل اوبه راشي، زموږګانونډی خپل موټرپرې مينځي، باغچې ته اوبه ورکوي او موږ ته د څښلو اوبه نه پاتې کيږي.

ډير وخت اړ يو چې خپل ماشومان نورو ګاونډيو کورونو ته په اوبو پسې وليږو او يا هم له جومات څخه اوبه راوړو چې دې کار ستونزې راته پيدا کړېدې."

داسلام مقدس دين هم اصراف منع کړی، ديني عالم ګل حميد حميد وايي: "اصراف کوونکي د شيطان وروڼه دي.

اصراف چې په هره برخه کې وي، داسلام دين منع کړی، ان تر دې چې که چيرې موږ په يوه کوزه اوبو اودس کولی شو، د دوهمې کوزې مصرفول حرام دي."

دڅښاک اوبه
که موږ اصراف وکړ او اوبه بې ځايه مصرفې کړو په اصل کې د نور په حق کې ظلم کوو.

خو ټول خلک بيا د څښلواوبه ډيرې اوبېځايه نه مصرفوې، ځينې يې په دې برخه کې ګټورې تجربې لري او له اوبو څخه په سمه توګه استفاده کوي، يوه ميرمن وايي:

"زموږ په سيمه کې اوبه يوه ورځ وروسته راځي، په ډيراحتياط يې مصرفوو، ځکه که نه وي، بيا خپله له ستونزوسره مخ کيږو.

د بيلګې په توګه د جامود مينځلو او د بوټو د اوبوکولو لپاره د څښاک له اوبوڅخه کارنه اخلو، په ځای يې دڅاه اوبه چې د څښلو وړ نه دي، کاروو."

 
 
کارمنده ميرمن دښارغږ
کارمنده ميرمن
 
 
نغدې پيسې دښارغږ
معيوبه ښځې او کوچنۍ قرضه
 
 
وچه مېوه دښارغږ
د اختر لګښتونه
 
 
غوره غالۍ دښارغږ
غوره غالۍ
 
 
يوه نجلۍ چې جامې ميځي دښارغږ
نجونې او دکورکار
 
 
مرمۍ دښارغږ
له چاودنې وروسته د کباړو ټولول
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
 
  BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>