|
روغتيا او ژوند: آميب
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
داسې ډير مکروبونه شته چې د ناپاکه اوبو، ترکاريو ، ميوو ، سر لوڅو خوړو او نورو شيانو سره زمونږ وجود ته ځي او د بيلا بيلو ناروغيو
لامل ګرځي چې يوه يې هم آميب ده.
آميب په خپله د يو ډول مکروب نوم دی چې په سترګو نه ليدل کيږي خو کله چې د بيلابيلو لاملونو له کبله د انسان بدن ته ننوځي نو له ( 2-6 )اونيو وروسته د ناروغۍ نښې نښانې څرګنديږي. ډاکټر عبدالصمد طيب وويل: " ناروغ اسهال اوپېچش لري چې ډيری بلغم اووينه هم ورسره وي ،کولمې يې تاواو خيټه يې درد کوي، په پرمختللي حالت کې تبه هم لري.
که ناروغ ماشوم وي نو ډير ناآرامه وي . آميب بې اشتهايي ، ناتواني او په ماشومانو کې خوارځواکي پيداکوي . که په وخت درملنه ونه شي نو کولمې زخمي او سورۍکوي، وينې ته ځي او د ځيګر، دماغ اوسږو د آپسې لامل هم ګرځي ". اوس چې هوا توده ده او مکروبي ناروغۍ هم په ډيريدو دي نو تاسو څه کوئ تر څو خپل ماشومان د آميب په شان له نورو مکروبي ناروغيو څخه په امن کې وساتۍ ؟ د کابل يوې اوسيدونکې وويل: " زه د خپلو ماشومانو لاسونه په صابون وينځم ، د خاورو خوړلو ته يې نه پرېږدم همدا ده چې زما ماشومان ژر نه ناروغه کيږي ."
ډاکټر عبدالصمد طيب وويل:" له آميب څخه د مخنيوي لپاره بيت الخلا بايد د اوبو له څاګانو څخه لرې جوړه او سر يې پټ وي. کوټو ته د مچانو له ننوتو څخه مخنيوی وشي تر څو مکروب انتقال نه کړي. همداراز د څښلو اوبه بايد پاکې وي شنه سابه ، ترکاريګانې او ميوې بايد پاکې ووينځل شي او په مجموع کې بايد د خپل ځان د خپلو ماشومانو او د خپل چاپيريال پاکۍ او نظافت ته ډېر پام وکړو ". |
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||